محسني: ''د تيليفوني مکالمو څېړنه پيلوو''

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د جوزا/ غبرګولي پر ۲۴مه وشوې

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي د هغو تيليفوني غږونو په اړه سر له نن څخه څېړنه پيلوي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزې ډلې له لوري خپاره شوي دي.

دغه ډله ادعا کوي د غږونو څښتنان چې دوی يې د ځينو غږونه د ټاکنو کمېسيون يو شمېر غړو ته منسوبوي د دوی په خبره د سيالې ټاکنيزې ډلې په پلوۍ غږېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني وايي په دې برخه کې به له خپلو نړیوالو همکارانو مرسته وغواړي چې معلومه کړي خپرې شوې خبرې د هغه چا دي چې ورته منسوبې شوي که نه.

دی وايي د څېړنو پر مهال به هغه سرچينه هم پيدا کړي چې دغه غږ يې ثبت کړی او دا به هم معلومه کړي چې دغې منبع د غږ ثبتولو قانوني جواز درلود که څنګه.

ښاغلی محسني وايي د تيليفوني خبرو د څېړنې لپاره بل مهم ټکی د خپور شوي غږ وخت دی او دا به هم معلومه شي چې دغه تيليفونې مکالمې د کوم وخت دي.

د شکايتونو اورېدو کمېسيون وايي هغه مهال چې د دغو غږونو سموالی او ناسموالی کره شي وروسته له هغه به يې په اړه په علني غونډه کې بحث وشي.

نادر محسني زياته کړه دا موضوع ډېر اړخونه لري او طبيعي ده هغه اړخونه چې په انتخاباتي مسايلو پورې اړه لري د قانون له مخې به هغه د ټاکنيزو شکايتونو اورېدو کمېسيون څېړي.

ښاغلی محسني وايي هغه مسايل چې په انتخاباتو پورې اړه نه لري، د هغو څېړل د نورو ادارو کار دی او په خبره يې په دوی پورې اړه نه لري.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي هغه تيليفوني خبرې چې د اصلاحاتو او همپالې ټاکنيزې ډلې خپرې کړې دوی ته په رسمي ډول د شکايت په توګه نه دي رسېدلي.

نادر محسني له دغې ټاکنيزې ډلې وغوښتل چې د دغو خبرو يوه اصلي نسخه په رسمي ډول د شکايتونو اورېدو کمېسيون ته وسپاري، چې د څېړلو چاره يې په ښه ډول پر مخ ولاړه شي.

دی وايي زموږ پرېکړه دا ده چې د دغو تيليفوني خبرو د کره والي او وخت معلومولو موضوع ملګرو ملتو ته وسپارو چې پوهان يې په اړه څېړنه وکړي.

ښاغلی محسني وايي ملګري ملتونه هغه اداره ده، چې د اصلاحاتو او همپالنې ډله پرې باور لري او غواړي چې په دې برخه کې مداخله وکړي.

که څه هم د شکايتونو د اخيستو وخت تېر شوی، خو د شکايتونو ټاکنيز کمېسيون وايي دوی ته قانون حق ورکړی چې په استثنايي ډول هغه قضيې چې په عمومي ډول يې د څېړلو غوښتنه کېږي، وڅېړي.

ورته مطالب