بلخ کې ترافيکې پېښې ۵ کسه وژلي ۲۰ ژوبل دي

د انځور حقوق MCHS
Image caption د بلخ ترافيک د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي

د افغانستان په شمال بلخ ولايت کې چارواکي وايي چې د يوې ترافيکې پېښې له امله لږترلږه پنځه کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي دغه پېښه نن (شنبه، ۲۸ جون) سهار وختي نژدې پنځه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د مسافرو يو بس موټر له يوې بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد.

دوی وايي دواړو موټړو د مزار ښار ختيځ ۳۰ کيلومترۍ کې د حيران له دوه لارې سره ټکر کړی دی.

دوی وايي د دوو موټرو په ټکر کې دوه سړي، دوه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي دي.

د بلخ د پوليسو وياند شيرجان درانی وايي ټپيان د مزار شريف ملکي روغتون او نورو شخصي روغتونونو ته استول شوي دي.

د مزار شريف د ملکي روغتون مشر نور محمد فيض بي بي سي ته ويلي چې د پنځو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د بلخ پوليس وايي د مسافرو بس موټر له کابل نه مزار ته پر لار وو او په سوداګريزو توکو بار لارۍ کابل ته روانه وه، چې سره وجنګېدل.

د دغه ولايت ترافيک د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.

د مزار- کابل لويه ترانزيتي لار يوازې اووه متره سور لري او د دواړو خواوو موټر له همدې تنګې لارې کار اخلي.

د کابل- مزار لار وخت ناوخت د ترافيکو پېښو شاهده وي او چارواکي وايي ډېر کې د دا وړ پېښو لامل د چلوونکو بې احتياطي او ګړندی سرعت وي.

تېره ورځ د کابل- تورخم پر لويه لار د ترافيکې په پایله کې لږترلږه ۱۵ کسه ووژل شول او زيات نور ټپيان شول.

دغه پېښه تېره ورځ په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه د يوه کاسټر او يوه ټېلر لارۍ موټر ترمنځ د جنګېدو له امله رامنځته شوې ده.

ورته مطالب