"د ښاغلي عبدالله درې واړه غوښتنې منل شوي"

د انځور حقوق
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي ښاغلي عبدالله ته یې هغه لیکلي لاسوندونه سپارلي چې په ټاکنو کې تر ۷ میلونو د ډېرو وګړو د ګډون پخلی کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د نوماند عبدالله عبدالله درېواړه غوښتنې د دوی له خوا منل شوي او نوره پلمه نشته چې له ټاکنیز بهیر سره پرېکون روان وساتي.

د یاد شوي کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي ښاغلي عبدالله ته یې هغه لیکلي لاسوندونه سپارلي چې په ټاکنو کې تر ۷ میلونو د ډېرو وګړو د ګډون پخلی کوي.

خو د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې تردې مهاله یې ان یوه غوښتنه هم نه ده منل شوې.

له کابله مصطفی سالک په خپل رپوټ کې وايي تر دې مهال داسې روڼ انځور نه دی ترسترګو شوی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو د ټاکنیزو توپیرونو د پای څرګندوی دې وي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وویل"د ښاغلي عبدالله د ټاکنیزې ډلې درې واړه شرطونه منل شوي، د دارلانشا د رییس مسله وه هغه استعفی وکړه، دویمه موضوع ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه د معلوماتو وه، کمېسیون تر اوو میلونو د ډېرو کسانو خبره کړې وه چې په اړه یې په لیکلي بڼه جزییات ورکړل شول او ډاډ مو ورکړ چې په دغه بهیر کې تر اوو میلونو ډېرو خلکو ګډون کړی و، دریم موضوع په ولایتي کچه د خلکو د ګډون وه چې په دې اړه هم معلومات ورکړل شول ځکه نو بله پلمه نشته او د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله باید ژر تر ژره د ټاکنو له ولسواک بهیر سره یوځای شي."

خو د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې د دارالانشا مشر د درغلۍ کوونکو د شبکې یوازې یو کس و.

د ښاغلي عبدالله له ټاکنیزې ډلې نه فضل الرحمان اوریا وویل چې د دوی یوه غوښتنه هم نه ده منل شوې او نه هم د دوی د غوښتنو په اړه اړین لاسوندونه ورسپارل شوي دي.

په همدې حال کې په خپله عبدالله عبدالله هم یوې غونډې ته وویل چې په ټاکنیز بهیر کې د بیا ورګډو لپاره یې خپل شرطونه وړاندې کړي او په وینا یې که څوک یې نه مني نو مسوولیت به یې ورپه غاړه وي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور بیا وايي "دا مهمه نه ده چې ټاکنې څوک ګټي او څوک بایلي بلکې مهمه دا ده چې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر بریالي شي چې په وینا یې دا خبره ټول مني."

ټاکنیز شکایتونه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې لسګونه شکایتونه ارزول شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند نادر محسني وايي په ټوله کې د ټاکنو په اړه څه باندې ۲۰۰۰ شکایتونه ور رسېدلي وو چې ولایتي کمېسیونونو یې د ۴۳ په اړه د توصیې پریکړه کړې، د ۹ په اړه د خبرداري، د ۲۷ په اړه یې د جرمانې او په ۵۹ نورو په اړه یې د رایو د باطلولو پرېکړه شوې ده.

د ښاغلي محسني په وینا دوه قضیې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

لیده کاته

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د ملګرو ملتونو له استازي یان کوبیش سره ولیدل.

په دې ناسته کې د ټاکنیزو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وشوې.

ورته مطالب