''واک د اختر پر پنځمه نوي ولسمشر ته سپارم''

د انځور حقوق
Image caption ټاکل شوې د سرطان پر ۳۱مه د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي د دموکراسۍ پلي کېدو په لار کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او ټاکنيز بنسټونه به د قانون پر بنسټ نوی ولسمشر معرفي کړي.

ده زياته کړه چې په دې سره به ''زه د کوچني اختر پر پنځمه واک [نوي ولسمشر] ته وسپارم''.

له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې حامد کرزي د حزب ملت متحد له غړو سره د ليدنې پر مهال ويلي د جمعې پر ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه اعتراضونه د دموکراسۍ پوخوالی ښيي.

ده د دغو اعتراضونو په اړه ويلي دي: ''په دغو اعتراضونو کې زما د ورور په ګډون مهمو څېرو او يو شمېر نورو افغانانو ګډون درلود. دا د افغانستان د خلکو لوی بری دی چې د دموکراسۍ نظام په کې په کرار کرار پوخوالي ته رسېږي''.

ښاغلي کرزي په دغه ناسته کې ويلي د نړۍ په ټولو انتخاباتو کې ستونزې وي، خو افغانستان د پرمختګ په خوا روان دی او نن د دغه پرمختګ نښې نښانې ليدل کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د جون پر ۱۴مه ترسره شوې، خو له ټاکنو يوازې څلور ورځې وروسته عبدالله عبدالله اعلان وکړ، دا چې د ټاکنو کمېسيون يې غوښتنې نه دي منلې دوی ورسره ټولې اړيکې ځنډوي.

ښاغلي عبدالله د ټاکنو له کمېسيون نه غوښتي و، چې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخيل دنده دې وځنډوي.

بل خوا عبدالله عبدالله ټينګار کړی و، چې د کمېسيون له لوري په ټاکنو کې د اووه ميليونه ګډونوالو شمېره واقعي نه ده او کمېسيون بايد په دې اړه توضيحات ورکړي.

ابتدايي پايلې

ده دغه راز د ټاکنو کمېسيون نه غوښتي و، په هغو يو شمېر ولايتونو کې چې د تېر ځل په توپير په کې ډېرو خلکو رايې کارولي هم معلومات ورکړي.

د ټاکنو شمېرلو بهير روان دی او د افغانستان د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی دی، چې له مهالوېش سره سم به د دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې د چارشنبې پر ورځ اعلان کړي.

ټاکل شوې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون له لوري د شکايتونو ارزولو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د سرطان پر ۳۱مه د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د عبدالله عبدالله درې واړه غوښتنې يې پوره کړي او د دې پلمه نه ده پاتې چې ښاغلی عبدالله دې له دغه بهير سره يو ځای نه شي.

خو ښاغلی عبدالله وايي غوښتنې يې په بشپړ ډول نه دي منل شوي.

ورته مطالب