"د ټاکنو کمېسیونونو پرېکړې نه منو"

Image caption دغه ټیم وېلي چې د راتلونکي عواقبو، چې هر څه وي، مسولیت به د ولسمشر او د ټاکنو کمېسیونو پر غاړه وي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند عبدالله عبدالله ډلې ويلي دي چې سرله ننه د ټاکنو او د ټاکنيزو شکاېتونو کمېسیونونه په رسمیت نه پیژني او د دوی پرېکړې نه مني.

د ښاغلي عبدالله ډلې د خپلې دغې پرېکړې دليل دا وباله چې ګواکې د ټاکنو کمېسيون د دوى غوښتنې رد کړي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم مشر، نصرالله بریالی ارسلايي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون دوی ته په یوه ورلېږل شوي لیک کې ددوی ټولې غوښتنې رد کړې دي.

دغه خبره ترهغه يوه ورځ وروسته را مخته کېږی چې د ټاکنو کمېسيون وويل، د عبدالله عبدالله درې سره غوښتنې يې پرځاى کړى دي.

د ټاکنو کمېسیون همداراز زیاته کړه چې د ټاکنو له بهير سره د ښاغلي عبدالله د نه همکارۍ په برخه کې ده ته بله کومه پلمه نه ده پاتې.

ښاغلي عبدالله نژدې لس ورځې مخکې د ولسمشرېزو ټاکنو په دوېم پړاو کې د هغه په وېنا د (پراخ او سازمان شوي) درغلیو په اعتراض د ټاکنو کمېسیون سره خپلې اړیکې ځندولې وې.

هغه د ټاکنو د کميسیون د دارالانشاء پخواني مشر ضیاء الحق امرخېل له دندې د ګوښه کولو او په دوېم پړاو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې په اړه د توضیحاتو او اسنادو غوښتنې کړې وې.

نوموړي همداراز په هغو ولایاتونو کې چې د ده په وېنا په کې د ګډون کچه د وګړو د اندازې په پرتله غیر منطقي وه د بیا ټاکنو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي امرخیل بیا څو ورځې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه خو ویې وېل چې پر خپل ځان پورې شوي تورونه نه مني او یواځې د ټاکنو د روان کړکېچ هوارولو لپاره خپله دنده پرېږدي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون وېلي دي چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د جولای دویمه) به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ورته مطالب