کرزی: د هلمند جګړه د پردیو هېوادونو طرحه ده

Image caption "د هلمند وروستۍ جګړه د پردیو هېوادونو د پراخې طرحې یوه برخه ده"

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر افغان طالبانو غږ کړی چې د پردیو د لاس آله ونه ګرځي.

نوموړي همداراز ویلي چې د هلمند وروستۍ جګړه د پردیو هېوادونو د یوې پراخې طرحې یوه برخه ده چې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره جوړه شوې ده.

په دغه جګړه کې په زیاته کچه ملکي وګړو ته ځاني او مالي تاوان رسېدلی دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر ټولو هغو طالبانو چې افغانان او د دې خاورې بچیان دي، غږ کړی چې د پردیو د اهدافو لپاره د افغانستان د خلکو، په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې باعث نه شي او د څو پوځي پوستو د نیولو لپاره عامو خلکو ته تاوان ونه رسوي.

ښاغلي کرزي ویلي، ټول هغه امنیتي ځواکونه چې د هېواد په دفاع بوخت دي، د خپلو خلکو د ژوند او مال ساتونکي ګڼي او لارښوونه ورته کوي چې په هر ډول عملیاتو کې د ولسي خلکو له ځان او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي.

نوموړي همداراز ټولو اړوندو ادارو ته یو وار بیا لارښوونه کړې چې د شهیدانو کورنیو، بیځایه شویو خلکو او زیانمنو شویو وګړو ته د مرستو په رسولو کې بیړه وکړي.

د مرګ ژوبلې لوی لامل ماینونه دي

Image caption د ولسي وګړو تر څنګ د ماینونو ګڼ قربانیان امنیتي ځواکونه هم دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند جګړه کې د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ستره برخه د هغو ماینونو له کبله وه، چې د دوی مخالفینو سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

د ولسي وګړو تر څنګ د ماینونو ګڼ قربانیان امنیتي ځواکونه هم دي.

د دفاع وزارت چارواکي وايي د دغه خطر مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو وايي لا هم په بشپړه توګه تجهیزات په واک کې نه لري، چې د دغه خطر مخنیوی وکړي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې همدا اوس د جګړې په ډګر کې تر پنځه اتیا سلنې پورې د سر تلفات د همدې ماینونونو له کبله ګالي.

له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د تېرو ۴۸ ساعتونو مودې کې د افغانستان لر او بر کې د افغان ملي پوځ ۱۰ سرتېري د ماینونو چاودنې له کبله وژل شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري بي بي سي ته وویل، په دا وروستیو کې د هلمند او لوګر ولایتونو نښتو کې هم ورته همدا ماینونه لوی ګواښ وو.

هغه ماینونه، چې افغانستان کې کاروول کېږي، ډېر ډولونه لري او د چارواکو په وینا نژدې ټول یې له بهر نه هېواد ته راوړل کېږي.

دوی وايي، هغه ماینونه چې په هېواد کې دننه جوړیږي هم د هغو کسانو له لوري جوړیږي، چې له هېواده بهر روزل شوي دي.

ورته مطالب