د ټاکنو د پایلو اعلان د څو ورځو لپاره وځنډېد

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې وه، د ټاکنو پایلې د جولای په دویمه اعلان شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو ټاکنو د پایلو اعلان د څو ورځو وځنډید. په پام کې و چې د ټاکنیز مهالویش له مخې دغه پایلي سباته ( ۲ جولای ) اعلان شوې وای. د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي د پایلو اعلان ځکه وځنډید چې د نږدې دوه زره محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

دغه راز د ټاکنو د پایلو په اړه د رامنځته شوې ستونزې دهواري لپاره له دوو کاندیدانو نه یوه اشرف غني احمدزی له یو شمېر لوړ پوړ دولتي چارواکو سره لیدلي دي او تمه ده چې ښاغلی احمدزی له بل نوماند عبد الله عبدالله سره هم په دې اړه خبرې وکړي.

محمود کوچي له کابله خپل رپوټ کې وايي، د ټاکنو د کمېسیون چارواکو نن ( جولای ۱ ) په یوې بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د دویم پړاو لومړنۍ پایلې دې څو ورځې وځنډول شي.

د کمېسیون کمشنره شریفه زرمتۍ وايي، د دغه ځنډ لامل د هغو شاوخوا ۲۰۰۰ مرکزونو د رایو بیا شمېرنه ده، چې د هغې په وینا د دواړو کاندیدانو د شکونو د لرې کولو لپاره یې بیا شمېرنه تر سره کېدونکې ده.

مېرمن زرمتۍ وویل په دغو مرکزونو کې د ټول افغانستان د بېلابېلو ولایتونو رایې شاملې دي ، چې په خبره یې د لا زیات رڼوالي په موخه یې رایې بیا له سره شمېرل کېږي.

هغې دا هم وویل چې دغه بیا شمېرنه ښايي په دریو ورځو کې بشپړه شي چې وروسته به د دغو رایو لومړنۍ پایلې په ډاګه شي. مېرمن زرمتۍ پر دې خبرې هم ټینګار لاره چې د رایو د بیا شمېرنې وروسته کېدای شي په پایلو کې هم ادلون بدلون رادبره شي.

داسې هم ویل کېږي ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر هم ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړ کاندید عبدالله عبدالله د غوښتنو د پوره کولو لپاره په هڅو لګیا دی او ښايي په لومړنیو پایلو کې د پیښ شوي ځنډ یو لامل همدغه هڅې وي. خو مېرمن زرمتۍ په دغه ځنډ کې هر ډول سیاسي لاملونه رد کړل.

د کاندیدانو لیدنه

بله غاړه اشرف غني احمدزي د خپل سیال عبدالله عبدالله سره د خبرو اترو د پیلیدا په موخه د افغانستان د ولسمشرۍ له لومړي مرستیال یونس قانونی سره کتلي دي.

د ښاغلي احمدزي ټاکنیزې ډلې هیله ښودلې چې په راتلونکو ورځو کې به د ولسمشرۍ دواړه نوماندان سره د پیښ شوي کړکیچ د هواری لپاره پخپلو کې جرګه شي.

دا رنګه جرمني هم خپل استازی د افغانستان د ټاکنیز کړکېچ د هواری لپاره کابل ته استولی دی، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې میشایل کوخ له دواړو نوماندانو سره د روان کړکېچ د هواري په موخه غږیدلی دی.

پخپله میشایل کوخ ټینګار کړی چې دواړه نوماندان باید هغه څه تر سره نه کړي چې هېواد یې د کړکېچ پر لورې کوږ شي. د ښاغلي کوخ په وینا دواړه نوماندان باید یو ځلې بیا طالبانو ته دا فرصت ورنه کړي چې پر افغانستان واکمن شي او د تېرې لسیزې لاس ته راوړنې پر اوبو لاهو شي.

ورته مطالب