''د ټاکنو خپلواک کمېسيون رڼې پرېکړې منو''

د انځور حقوق AFP
Image caption د اصلاحاتو او همپالنې ډلې مشران او پلويان د جمعې پر ورځ واټونو ته راوتلي وو

د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزه ډله وايي د افغانستان د ټاکنو کمېسيون هغه پرېکړې مني چې په شفافيت ولاړې وي او پاکې رايې په کې له ناپاکو رايو بېلې کړي.

د همپالنې ډله وايي په دې شرط د کمېسيون پرېکړو ته غاړه ږدي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي او ټاکنو ته د ولاړو دواړو ټاکنيزو ډلو استازي هم شامل وي او د ټاکنو بهير څاري.

د اصلاحاتو ډله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې يې ويلي و ټاکنيز کمېسيونونه او د هغوی پرېکړې ورته د منلو نه دي.

د دغې ډلې يوه غړي نصرالله بريالي ارسلايي په يوه خبري کنفرانس کې وويل زموږ هڅې د دې لپاره نه دي چې يوازې زموږ په ګټه کار وشي، بلکې هدف دا دی چې د ټاکنو پايلې شفافې وې.

ښاغلي ارسلايي له ملګرو ملتو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او خوشبيني يې څرګنده کړه چې سيال ټيم يې هم غوښتنه منلې ده.

ده وويل د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ډلې چې په ټاکنو کې يې د دوی سيالي کوله هم ژمنه ورسره کړې، چې د شفافيت په برخه کې هر ډول مرستې چمتو دي.

ده ادعا وکړه چې په دويم پړاو ټاکنو کې د درغليو کچه لوړه وه او په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو شمېر د سيمې له نفوس سره سر نه خوري.

نصرالله بريالي ارسلايي هغه ګنګوسي رد کړل چې ګواکې د دوی ډله د پيسو ترلاسه کولو او يا هم په واک کې د شريکېدو د امتياز په لټه کې ده.

ښاغلي ارسلايي په ټينګه وويل چې په راتلونکې کې به هم د )څوکيو پر سر معامله او مذاکره( و نه کړي.

ده وويل ټاکنيزې ډلې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون نه غوښتي و، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلو اعلان وځنډوي او په خبره يې د دوی يوه غوښتنه ومنل شوه.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي دغه ځنډ ځکه رامنځته شو، چې نژدې د ۲۰۰۰ محلونو رايې بيا شمېرل کېږي.

ورته مطالب