''د ټاکنو ابتدايي پايلې پر دوشنبه اعلانوو''

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې شاوخوا اووه ميليونه کسانو برخه اخيستې وه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د (جولای اوومه) اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني په کابل کې خبريالانو ته وويل د لومړنيو پايلو په اعلان کې ځنډ په ټاکنو کې د شفافيت له امله رامنځته شوی دی.

دی وايي کمېسيون لارښوونه کړې چې د هېواد د ۳۰ ولايتونو د هغو ۱۹۳۰ محلونو رايې دې بيا وشمېرل شي، چې په اړه يې د درغليو ادعاوې کېږي.

دغه رايې لا له وړاندې يو ځل د ولايتي کمېسيونونو له لوري شمېرل شوي دي.

ښاغلي نورستاني وويل د دغو ۱۹۳۰ محلونو له تفتيش وروسته به د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې اعلان شي.

د کمېسيون سرغړونه

د افغانستان د شکايتونو اورېدو کمېسيون وروسته له هغه د ټاکنو کمېسيون له قانون نه په سرغړونې تورن کړ، چې د ابتدايي پايلو اعلان يې له ټاکلي مهالوېش نه وځنډاوه.

دغه کمېسيون ويلي ټاکنيز کمېسيونونه بايد په سياسي لوبو کې ښکېل نه شي.

بل خوا ملګرو ملتونو ويلي چې په تېرو څو ورځو کې يې د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو او د نړیوالې ټولنې د استازو ترمنځ د ليدو کتو زمينه برابره کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ د نوماندانو ځينې غوښتنې يې د قانون په رڼا کې منلې دي.

تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسيون د قسمي پايلو اعلان هم وځنډاوه، چې بلاخره يې وويل ابتدايي پايلې به اعلان کړي.

ټاکل شوې د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم د کوچني اختر په پنځمه نېټه ترسره شي.

ورته مطالب