احمدزی: د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان نېټه دې نه بدلېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اشرف غني احمدزي خپل سیال عبدالله عبدالله همکار وباله او ترې ویې غوښتل چې د ټاکنو له اصولي او قانوني بهیر سره ګډ شي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند اشرف غني احمدزي په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د ټاکنو د خپلواک کمسیون د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د ټاکنو د رڼښت له پاره د لومړنیو پایلو نېټه ځنډوي.

په پام کې وه چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان شوې وای، خو د ټاکنو د خپلواک کمسیون مشر محمد یوسف نورستاني وویل د ټاکنو بهیر د لا رڼښټ له پاره یې د هغو اعلان ځنډولی دی.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه، په پام کې ده چې په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۹۳۰ مرکزونو رایې وڅېړل شي او هیلمن دي چې د چنګاښ تر ۱۶( د جولای تر ۷) مې پورې د دغو مرکزونو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

اشرف غني احمدزي وویل، هغه رایې چې د ده ډلې ته ورکړل شوې دي پاکې دي او د دوی د دغو رایو هر ډول بیا ارزونه مني.

نوموړي خپل سیال عبدالله عبدالله همکار وباله او ترې ویې غوښتل چې د ټاکنو له اصولي او قانوني بهیر سره ګډ شي.

په یوه نوې پرمختیا کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې چې مشري یې عبدالله عبدالله کوي، ویلي له اوسني حالته د وتلو له پاره څو وړاندیزونه لري.

د دوی په وینا دا وړاندیزونه یې سیالې ډلې او د ټاکنو بنسټونو ته استولي دي.

ویل کېږي چې د یوه ایتلافي حکومت جوړول چې دواړه ډلې په کې وي د دغو وړاندیزونو څخه وي.

سره له دې چې ښاغلي احمدزي د ښاغلي عبدالله له خوا وړاندیزونو ته اشاره ونه کړه خو زیاته یې کړه، له سیاسي مشارکت سره مخالفت نه لري خو د ده په وینا سهامي شرکت جوړېدو ته تیار نه دی.

هغه زیاته کړه،" زموږ په ګومان د سیاسي مشارکت او سهامي شرکت جوړولو تر منځ توپیر شته. سیاسي مشارکتونه د سیاسي اجماع په پام کې نیولوسره جوړېږي او د اصلاحاتو، غښتلي دولت، خوځنده اقتصاد او باثباته ټولنې له پاره کار کوي خو سهامي شرکتونه په یوه انحصاري تړون کې سره راټولېږي."

ښاغلي احمدزي وویل، د دوی ډله د بري په صورت کې مشارکت ته هوډمنه ده.

اشرف غني احمدزي وویل، د افغانستان اساسي قانون د دغه هېواد د خلکو لپاره د ژوند اصول لري او د ده په وینا له دې اصولو بهر داسې څه نشته چې له مخې یې لوبه وشي.

د نوموړي په وینا، د ټاکنو مسولو بنسټونو ډاډ ورکړی چې د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم او د واک لېږد به له مخکې په ټاکل شوې نېټه( د زمري په ۱۱مه) تر سره شي.

تر دې وړاندې اوسني ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې هڅه به وکړي په هېواد کې د واک لېږد له ځنډ سره مخ نه شي.

ورته مطالب