د کابل لوېدیځ کې اور 'سلګونه' ټانکر سوځولي

د انځور حقوق AFP
Image caption د اور له کبله د ممکنه تلفاتو او زیانونو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کابل په لوېديځ ارغندۍ سیمه کې په تېلو بار یوه ټانکر اور اخیستی، چې ورسره ولاړو نورو ټانکرو ته هم د اور لمن غځېدلې او زیات شمېر ټانکر سوځېدلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو د لومړنیو راپورونو له مخې په پېښه کې شاوخوا دوه سوه ټانکر سوځېدلي.

د سوځېدلو ټانکرو انځورونه

د بي بي سي خبریال نور سعید سیمې ته ورغلی او وايي، چې شاید شاوخوا څلور سوه ټانکر په دې اور کې سوځېدلي وي، خو وايي، د ټانکرو څښتنانو او چلوونکو د سوځېدلو ټانکرو شمېر تر څلور سوو ډېر ښوولی.

چلوونکو دا هم ویلي، چې په اور کې ځینې کسان وژل شوي، خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه شوی.

موټر وانانو ویلي، دغه ټانکر له نژدې تېرو دوو میاشتو راهیسې د ارغندۍ تلاشۍ ته څېرمه ولاړ وو او د خوځېدو اجازه نه ورکول کېده، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ټانکر غزني او کندهار ولایتونو ته د لېږدېدو په انتظار وو.

چلوونکو ویلي، اور پر یوه ټانکر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوی، چې بیا نورو ټانکرو اور اخیستی.

د انځور حقوق AFP
Image caption موټروانانو د سوځېدلو ټانکرو شمېر تر څلور سوه ډېر ښوولی.

دوی وايي، وړاندې یې هم دوه چسپکي ماینونه موندلي وو او پولیسو ته یې هم خبر ورکړی و، خو په وینا یې ښکاري چې پولیسو یې خبره باببیزه ګڼلې ده.

طالبان

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د دوی جنګیالیو په کابل کې بهرنیو ځواکونو ته پر لېږدوونکو اکمالاتي موټرو برید کړی، چې په وینا یې سلګونه بار موټر پکې ویجاړ شوي دي.

طالبان وايي، دا برید د خیبر عملیاتو یوه برخه وه، خو دا ادعا هم لري، چې د برید پایله کې په موټرو کې زیات پوځي، خوراکي توکي، تېل او نور اړین څیزونه سوځېدلي دي.

د طالبانو اعلامیه کې د ځینو بهرنیو او افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعاوې هم شوې، خو تر اوسه د طالبانو دا څرګندونې د کومې رسمي سرچینې له خوا نه دي تایید شوې.

د انځور حقوق Kabul Police
Image caption طالبانو ادعا کړې چې دغه ټانکر د دوی د برید پایله کې سوځېدلي

طالبانو له اعلامیې سره د پېښې په اړه یوه وېډیو هم رسنیو ته استولې ده.

په تېر جون کې طالبانو د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د ناټو ځواکونو پر يوه اکمالاتي اډه بريد کړی و، چې د تېلو د ټانکرو او نورو تجهيزاتو د ويجاړېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د تېلو پر ټانکرونو بريدونه پخوا هم شوي او د کابل- کندهار، کابل- خوست او کابل- جلال اباد لويې لارې د دا ډول پېښو شاهدې دي.

بل خوا، د کابل نهمې امنیتي حوزې په اړوند څرخي پله پر سړک د شنبې پر ګهیځ شاوخوا شپږ بجې په ګازي سیستم یوه عیاره کرولا، چاودلې، چې له کبله یې چلوونکی وژل شوی دی.

ورته مطالب