عبدالله: د مشکوکو رایو له څېړنې پرته پایلې نه منم

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي عبدالله هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې دی غواړي له خپل سیال اشرف غني احمدزي سره ایتلافي حکومت جوړ کړي.

د افغانستتان د ولسمشرۍ ټاکنو معترض کاندید عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر هغې نه مني، چې د ده په ټکو پاکې رایې له ناپاکو نه وي بېلې شوې.

ښاغلی عبدالله پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې سبا دوشنبه(د جولای ۷مه) د ټاکنو خپلواک کمیسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

عبدالله عبدالله وویل:"که چېرې لومړنۍ پایلې اعلان شي، مانا به یې دا وي چې تقلبي رایې هم پکې اعلانېږي، چې هغه موږ نه منو او نه راته د منلو وړ دي".

ښاغلي عبدالله په کابل کې یوې خبرې ناستې ته چې د ده ګڼ شمېر لوړپوړي پلویان ور ټول شوي وو، هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې دی غواړي له خپل سیال اشرف غني احمدزي سره ایتلافي حکومت جوړ کړي.

حفیظ الله معروف چې د هغه خبري ناسته یې څارلې وايي، ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې بیا بیا ټینګار کاوه چې د پاکو او ناپاکو رایو توپير دې وشي.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ټاکنیزو ډلو تر منځ له تېرو دوو ورځو راهیسې په تخنیکي او سیاسي برخو کې خبرې روانې دي.

د دواړو ډلو تر منځ دغه خبرې د ولسمشر حامد کرزي مرستیالانو په نوښت پيل شوې دي.

که څه هم ښاغلي عبدالله د دغو خبرو په اړه د ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه کوله خو وايي تمه لري چې دغه خبرې به نن شپه هم روانې وي.

داسې ویل کېږي چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې لس وړاندیزونه د اشرف غني ټیم ته د رایو د څېړنو لپاره وړاندې کړي دي.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ بل کاندید او د بدلون او دوام د ټیم مشر اشرف غني احمدزي د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون غږ کړی و چې ټاکنې پر خپل وخت اعلان کړي.

نوموړي هم وویل چې هیله لري چې پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي او راتلونکی ولسمشر د افغانانو په پاکو رایو واک ته ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ويلي دي چې سبا د دوشنبې په ورځ( د چنګاښ۱۶مه) به د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لومړنی پایلې اعلان کړي. د ټاکنو د مهال وېش له مخې دا پایلې باید د چنګاښ په یوولسمه اعلان شوې وای.

خود ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره اوونۍ وويل، د نژدې ٢٠٠٠ ځايونو د رايو د بيا څېړنې له کبله یې دا علان وځنډاوه . د ولسمشرۍ یوه نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي تېره ورځ وويل، د ټاکنو پايلې بايد له مهال وېش سره سم اعلان شي او ځنډ يې دوى ته د منلو وړ نه دى. د ټاکنو د کمېسیون یوه کمېشنر محمد حسین ګورزواني بي بي سي ته وويل چې د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان لپاره اوس ټولې چارې بشپړې شوې دي.

بل لور ته د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشر ستار سعادت د ټاکنو له کمیسیونه غوښتي چې د تېرو ټاکنو دوسیه د ولسمشر د مرستیالانو، بهرنیو سفیرانو او ملګرو ملتونو له مېزونو پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټاکنو په بهیر کې سیاسي لاسوهنه وشي.

ورته مطالب