ستار سعادت: م.م او دولت دې لاسوهنه نه کوي

Image caption ستار سعادت د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو وغوښتل چې ټاکنیز بهیر سیاسي نه کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې د تېرو ټاکنو دوسیه د ولسمشر د مرستیالانو، بهرنیو سفیرانو او ملګرو ملتونو له مېزونو پورته کړي.

د دغه کمېسیون مشر ستار سعادت وویل چې د دغو شخصیتونو او بنسټونو کار د سلا مشورو له پړاوه وتلی او د لاسوهنې مانا یې خپله کړې ده.

هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او ملګرو ملتونو وغوښتل چې ټاکنیز بهیر سیاسي نه کړي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه کمشنر محمد حسین ګورزواني وویل چې د یوه نوماند شلون بهیر سیاسي کړ، خو هغه ټینګار وکړ چې لا هم په خپلواک ډول خپلې چارې تر سره کوي.

لکه چې مصطفی سالک په خپل رپوت کې کاږي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون پر ډاګه وویل چې نور نو باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرو ټاکنو دوسیه، د ولسمشر حامد کرزي د مرسیالانو، ملګرو ملتونو او بهرنیو سفیرانو له مېزونو راپورته کړي.

د کمېسیون مشر ستار سعادت د ټاکنیزو شکایتونو ارزولو د پرانستو غونډو پر لومړۍ ورځ د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ټاکنو د حقوقي بهیر درناوی وکړي، کنه نو په وینا یې افغانستان به له کړکېچ سره مخامخ کړي.

ښاغلي سعادت زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د خپل شتون د کره والي په موخه دا ستونزه هواره کړي.

"د ټاکنو کمېسیون باید خپل کار د ولسمشر د مرستیالانو، بهرنیو سفیرانو او ملګرو ملتونو له مېزونو ورټول کړي ځکه چې د دوی کړنې له همکارۍ او سلا مشورې نه په لاسوهنه بدلې شوې دي. کمېسیون باید په پرېکنده ډول او د خپل ماموریت د وجودي فلسفې په اثبات سره ګام پورته کړي، کنه نو د ټاکنو کمېسیون غړي نه شي کولای چې خپل وجود د کمېسیون په جوړښت کې توجیه کړي".

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه کمشنر محمد حسین ګورزواني وویل چې د یوه نوماند شلون بهیر سیاسي کړ، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم په خپلواک ډول خپلې چارې تر سره کوي.

"دا چې یوې ټاکنیزې ډلې اړیکې پرې کړې نو دا مسله سیاسي شوه چې هوارول یې د سیاستوالو دنده ده. په خپله جمهوري ریاست وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي، خو موږ ورسره کومه اړیکه نه لرو او خپله دنده پر مخ بیایو".

ښاغلي سعادت هغه سیاسي کمېټې هم د نه منلو وړ وبللې چې دواړو نوماندانو د ټاکنیزو ستونزو د هواري په موخه جرګه کړې دي.

"څوک باید دا ادعا ونه کړي چې تخنیکي ډلې جوړوي او نور باید پرېکړه وکړي. دا موږ ته بیخي د منلو نه ده، دا زموږ جدي دریځ دی چې تېرېدونکي ترې نه یو او هیله من یو چې د ټاکنو کمېسیون هم خپل دریځ، د دندو کړنلاره، ماموریت او خپله وجودي فلسفه درک کړي او ګام واخلي".

د دواړو نوماندانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ټاکنیزو بنسټونو دغو څرګندونو ته بېلابېل خو متضاد غبرګونونونه وښوول.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز بنسټ یوه ویاند عباس نویان وویل چې ګډې جرګګۍ ګواکې یوازې ستونزې ارزوي او د پرېکړې لپاره یې د ټاکنو کمېسیونونو ته وړاندې کوي.

خو د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز بنسټ یوه ویاند فضل الرحمان اوریا وویل، د جرګګیو جوړولو موخه دا ده چې ګواکې کمېسیونونو خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او جوړې شوې کمېټې دي چې د ټاکنیزو ستونزو په اړه به پریکړې کوي.

دواړه تخنیکي ډلې اوسمهال د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې کار کوي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په خبره په دې سره ټاکنیز بهیر له حقوقي لارې ښووېدلی او سیاسي بڼه یې غوره کړې ده.

د یاد شوي کمېسیون مشر وویل، ګواکې د ټاکنو کمېسیون د بهیر په سیاسي کولو کې لاس لري. هغه دغه کمېسیون په جوړجاړیو کولو تورن کړ.

ورته مطالب