''د پايلو د اعلان ترڅنګ دې درغلۍ هم وڅېړل شي''

د انځور حقوق carl levin
Image caption ښاغلی لېوین وایي هیلمن دی چې د ټاکنو چارواکي د ټاکنو د پایلو د اعلان تر څنګ د پراخو ادعا شوو درغلیو پلټنه هم وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د ولسمشرۍ لومړنیو پایلو اورېدو ته سترګې په لاره دي، امریکایی سناتور کارل لېوین چې په کا بل کې دی تمه کوي چې د ټاکنو چارواکي د ټاکنو د پایلو د اعلان تر څنګ د پراخو ادعا شوو درغلیو پلټنه هم وکړي.

سناتور لېوين چې په سنا کې د امریکا د وسله والو ځواکونو د کمېټې مشر هم دی کابل ته د سفر پر مهال دا څرګندونې وکړې.

نوموړي د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو او ټاکنو له چارواکو سره هم کتلي دي. .

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د همکارۍ ژمنه کړې خو یوه کاندید عبدالله عبدالله تر اوسه له بهیر سره شلون کړی او وایي کمسیونونه د ده اندېښنو ته ځواب نه وایي.

لکه چې له کابله د بي بي سي کارن الېن لیکي، په هغه دیپلوماتیک سفر کې چې بریښي موخه یې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دواړو کاندیدانو خوشحالول وي، سناتور کارل لېوین پر هغو ژمنو ټينګار وکړ چې د ټاکنو چارواکو د تړلو ورونو تر شا کړې دي او هغه په خپلو چارو کې روڼوالی دی.

د هغو لومړنیو پایلو د اعلان تر څنګ چې تمه ده نن دوشنبه (د جولای ۷مه) اعلان شي، ښاغلي لېوین وویل تمه لري چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلونکو پایلو کې هغه څه په ډاګه کړي چې ده هر اړخیزتفتیش وباله.

دا په داسې حال کې ده چې له څو خواوو شکایتونه شوي چې په ټاکنو کې درغلیو ته جدي پام نه کېږي.

د څه د پاسه شل زرو رایې اچولو له مرکزونو نه څه کم دوه زره یې څېړل شوي. د اروپایي ټولنې څارونکو تېره اوونۍ وویل چې د څېړل کېدونکو مرکزونو شمېر باید ۶ زرو ته پورته شي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په لومړني پړاو کې چې په اپرېل کې وشوې، عبدالله عبدالله تر خپل سیال اشرف غني احمدزي مخکې و، خو د جون په میاشت کې په دویم پړاو کې غیر رسمي شمېرې ښيي چې هغه تر خپل سیال شاته دی.

پر افغانستان فشار دی چې باوري ټاکنې تر سره کړي چې نړیوالې مرستې تر لاسه کړي او سیاسي بحران ته د پای ټکی کېږدي.

په دې هېواد کې لانجې په تاریخي توګه د قومي لارو چارو له لارې حل شوې دي.

ورته مطالب