د محصلینو لفظي شخړې دولتي پوهنتونونه رخصت کړل

Image caption په ظاهره د محصلانو یوې ډلې ترمنځ فزیکي شخړه د لوبو له میدانه پیل شوه.

د کابل پوهنتون په لیلیه کې له لفظي شخړې او د لاس او ګریوان کېدو له پېښې وروسته د افغانستان لوړو زده کړو وزارت ټول دولتي پوهنتونونه د یوې میاشتې لپاره رخصت اعلان کړي.

د علي اباد روغتون چارواکي وايي له دغې پېښې وروسته ۲۳ ټپي کسان دوی ته وروړل شوي دي.

دوی وايي له یوه ټپي کس پرته نور ټول بېرته کورونو ته استول شوي دي.

په ظاهره د محصلانو یوې ډلې ترمنځ فزیکي شخړه د لوبو له میدانه پیل شوه.

د محصلانو تر منځ فزیکي شخړه پرون مازدیګر پیل شوه او تېره شپه تر ناوخته پورې روانه وه، چې وروسته د پولیسو له ورتګه وروسته پای ته ورسېده.

پولیسو د حالت کنترول لپاره اوښکې بهوونکي ګاز کارولی او هوايي ډزې یې کړې.

ویل کېږي محصلانو پر یوه بل د سوکونو، لغتو او چاقوګانو وارونه کړي. یو محصل وايي، چې د څو بلواګرو کسانو له امله ټول محصلین له زده کړو بې برخې شوي دي.

علي اباد روغتون ته د دغې پېښې ټپیان وروړل شوي وو، چې د دغه روغتون مشر محمد معصوم عزیزي یې په اړه وايي.

له دغې پېښې وروسته او د نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې تر راتلونکې یوې