د دویم پړاو تاکنو د لومړنيو پايلو په اړه غبرګونونه

مهم ټکي

  • د افغانسستان د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنې د حمل پر ۱۶مه ترسره شوې چې اته نوماندان په کې سيالۍ ته ولاړ وو.
  • د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر ټولو ډېرې رايې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي خپلې کړې وې.
  • د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو سيالۍ ته د لومړي پړاو دوه مخکښ نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله وتلي وو.
  • د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې اشرف غني احمدزی له خپل سيال عبدالله عبدالله نه مخکې ښوول شوی دی.
  • د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل دغه پایلې وروستۍ نه دي او ښايي د وروستيو پايلو تر اعلان په کې بدلون راشي.
  • د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ډلې د دغو پايلو هرکلی کړی، خو د هغه ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله ويلي دغه پايلې ورته د منلو نه دي.
  • ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې پنځه ورځې وړاندې اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسيون وويل په ټاکنو کې د لا شفافيت په موخه يې د پنځو ورځو لپاره ځنډوي، چې بلاخره تېره ورځ اعلان شوې.
  • د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې اشرف غني احمدزی مخکښ اعلان شو.

ژوندی خبري پوښښ

د خپرېدو نیټه 8 جولای 2014 - 17 چنګاښ 1393

د دغې ژوندي پوښښ د وروستي حال خپریدا اوس کار نه کوي