اوباما له افغان نوماندانو د ارامۍ او همکارۍ غوښتنه کړې

عبدالله او اشرف غني د انځور حقوق AFP l Reuters
Image caption اوباما له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره تیلېفوني خبرې کړې.

سپینې ماڼۍ ویلي د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو د ادعا شویو درغلیو د څېړلو او له ناقانونه ګامونو اخیستو د ډډې کولو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله له خپل سیال اشرف غني احمدزي نژدې یو میلیون کمې رایې ګټلې، خو ادعا لري، چې په تېرو ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د تېرې دوشنبې پر ورځ بارک اوباما له ښاغلي عبدالله او سې شنبې له اشرف غني احمدزي سره تیلېفوني خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې ویناپاڼه وايي، ښاغلي اوباما له دواړو کاندیدانو د ارامۍ غوښتنه کړې او د سیاسي ډیالوګ پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.

بارک اوباما له دواړو نوماندانو غوښتي، چې د ادعا شویو درغلیو په اړه له معقولې او بشپړې لارې څېړنې وکړي:

"ټولې غاړې باید له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د افغانستان ملي یووالی کمزوری کوي او د یوې داسې حل لارې موندلو لپاره کار وکړي، چې په لړ کې یې د افغانانو ترمنځ د یووالي راوستلو حکومت جوړ شي".

هغه ټینګار کړی، چې اوس د تاوتریخوالي جوړولو ته هېڅ توجیه نه شته، او نه هم ناقانونه کړنې د منلو دي، چې له کبله یې له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ بندېدو ته لاره هواروي.

اوباما وايي، د بهرنیو چارو امریکایی وزیر جان کیري به په راتلونکو څو ورځو کې له دواړو کاندیدانو سره وګوري.

د ناټو سرمنشي اندريس فور راسموسن په تېره سې شنبې ادعا شوې درغلۍ اندېښمنوونکې بللې وې او له دواړو کاندیدانو یې غوښتي وو چې "د ټاکنیزو کمیسیونونو له مشرانو سره پر داسې لارو چارو کار وکړي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې باوري کړي".

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ هند ته د خپل سفر پرمهال افغان چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د عراق له کړکېچ پند واخلي، او له مشروع او قانوني لارو د واک له لېږدېدو ځانونه ډاډمن کړي:

"په وروستیو کلونو کې عراق د دولت نه لرلو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ و. هیله من یم چې افغانستان له دا ډول ناکامیو درس واخلي".

د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو ابتدايي پایلې د تېرې دوشنبې پر ورځ اعلان شوې.

کورنۍ اړدوړ

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د تېرې سې شنبې پر ورځ د کابل لویې جرګې خېمه کې خپلو پلویانو ته وویل، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني؛ ځکه چې په وینا یې پراخې درغلۍ پکې شوې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلانېدو سره، ښاغلي عبدالله خپل ټاکنیز سیال اشرف غني احمدزي څخه نژدې یو میلیون رایې شاته پاتې و.

ښاغلي عبدالله پر کمیسیون تور پورې کړ، چې ګني "پرته له دې چې ناپاکې رایې له پاکو جلا کړي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې یې اعلان کړې".

خو کمیسیون وايي، دوی د قانون او مهال وېش له مخې د دویم پړاو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې دي.

د لویې جرګې په خېمه کې د عبدالله قهرېدلو پلویانو د ولسمشر حامد کرزي عکس لرې او پر ځای یې د عبدالله هغه وځړاوه.

زموږ رایې پاکې دي

د انځور حقوق
Image caption جان کیري په ۲۰۰۹ کال کې هم د ولسمشرۍ د لانجمنو پایلو په تړاو د عبدالله عبدالله او حامد کرزي ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرولو کې مهم رول لوبولی و.

پر همدې مهال، د ولسمشر نوماند اشرف غني احمدزي د عبدالله تر غونډې وروسته د تېرې سې شنبې پر ورځ د دویم پړاو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلانېدو هرکلی وکړ او د عبدالله پر توند غبرګون یې خواشیني وښوده.

نوموړي له عبدالله وغوښتل، چې پر قانون تکیه وکړي.

اشرف غني احمدزي د شکایتونو له کمیسیونه وغوښتل چې د ۷۱۰۰ محلونو رایې بیا وڅېړي. په دغو محلونو کې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو هوکړه کړې وه.

ښاغلي احمدزي وویل: "د تفتیش غوښتنه ډاکټر عبدالله کړې وه او د دغه تفتیش په صورت کې له ډاکټر عبدالله غواړم چې ټاکنیز بهیر ته راستون شي. د دغه تفتیش پایله، چې د نړیوالو متخصصینو تر نظر لاندې ترسره کېږي، زموږ لپاره د منلو وړ ده".

د ابتدايي پایلو تر اعلانېدا وروسته، وړمه شپه د عبدالله پلویان واټونو ته راوتلي وو او په ځینو ځایونو کې یې هوايي ډزې هم کړې وې. ښاغلي احمدزي د وړمې شپې دا ډول کړنو ته په اشارې او د عبدالله وینا ته په اشارې سره ویلي چې د خبرو مجال پرانیستی دی، خو هېڅ ډول زور ته به غاړه کښې نه ږدي.

حامد کرزی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ابتدايي پایلو اعلانېدل د ټاکنیز بهیر د بشپړېدو پر لوري یو مثبت ګام بللی و.

که څه هم په اعلامیه کې د عبدالله د غبرګون په اړه څه نه وو ویل شوي، خو له خلکو غوښتل شوي وو چې "خپل زغم تر هغو وساتي، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې نه وي اعلان شوې".

د امریکايي مرستو بندېدو ګواښ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې ویناپاڼه وايي، ښاغلي اوباما له دواړو کاندیدانو د ارامۍ غوښتنه کړې او د سیاسي ډیالوګ پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.

وړاندې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري خبرداری ورکړی و، چې له غير قانوني لارو د واک ترلاسه کول به له افغانستان سره د امريکا او نړیوالې ټولنې د مرستو بنديدو لامل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي په ډېره خواشينۍ يې له افغانستان نه د اعتراضونو او د ''يوه موازي حکومت'' د وړانديز په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

جان کیري په ۲۰۰۹ کال کې هم د ولسمشرۍ د لانجمنو پایلو په تړاو د عبدالله عبدالله او حامد کرزي ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرولو کې مهم رول لوبولی و.