بګرام کې ځانمرګي برید ۱۶ کسان وژلي

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۶کسان وژلي.

په وژل شویو کې لس ولسي وګړي، څلور بهرني سرتېري او دوه افغان پولیس دي.

وژل شوي بهرني سرتېري د چک جمهوریت ښودل شوي.

د پروان د والي ویاند وحید صدیقي بي بي سي ته وویل، برید نن (سې شنبې/چنګاښ۱۷) ګهیځ شاوخوا اووه بجې د بګرام ولسوالۍ قلندرخېلو سیمې روغتيایي مرکز مخې ته وشو:

''نن سهار شاوخوا اووه بجې یوه ځانمرګي بریدګر د قلندرخېلو سیمې له کلینیک سره نژدې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول، چې له امله یې دوه پولیس، لس ولسي وګړي او د ایتلاف په چوکاټ کې څلور تنه چکي پوځيان ووژل شول''.

نوموړی وايي، یوه ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و او هغه یې چوولی دي.

دی زیاتوي، د چک دغه پوځیان کلینیک ته د کتنې لپاره راغلي وو.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ددغه برید پړه منلې، او د ۱۵ ځواکونو د وژل کېدو او ټپیانو ادعا کوي.

نوموړی وايي، د برید هدف خاص امریکايي ځواکونه وو.

طالبان وايي، په برید کې ځینو افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مطالب