هرات کې وسله والو شپږ ماین پاکان وژلي

د انځور حقوق HALOTrust
Image caption د هالو ټرست په نامه د ماین پاکۍ دغه مؤسسه له نژدې ۱۶ کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ماین پاکۍ یوې مؤسسې شپږ کارکوونکي ناپېژاندو وسله والو وژلي او درې نور یې له ځانه سره وړي دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالرؤف احمدي بي بي سي ته وویل، پر دغو ماین پاکانو د پنجشنبې پر ورځ (چنګاښ ۱۹) ګهیځ مهال د هرات په کهسان ولسوالۍ کې برید شوی.

دی وايي، چې وژل شوي او تښتول شوي ماین پاکان د "هالو- ټرسټ" مؤسسې کارکوونکي دي، چې د ماین پاکۍ پرمهال برید پرې شوی.

پولیس وايي، په وژل شویو کې څلور ساتونکي او یو ماین پاکوونکی دی.

وسله والو د ماین پاکانو درې ملګري له ځانه سره وړي، چې یو پکې سیمه ییز مسؤول او دوه ساتونکي دي.

د هالو ټرست په نامه د ماین پاکۍ دغه مؤسسه له نژدې ۱۶ کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي.

دغه مؤسسه افغانستان کې نژدې ۳۰۰ کار کوونکي لري.

تر اوسه د دغو ماین پاکانو د وژنې او تښتونې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

هالو- ټرست تر اوسه د خپلو کارکوونکو د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ددغې مؤسسې مرکز په برتانیا کې دی.

په وروستیو کې په افغانستان کې بریدونه ډېر شوي، چې تر ټولو وروستی او لوی برید د تېرې چارشنبې پر ورځ د کندهار پر امنیه قومندانۍ او د والي پر دفتر و.

په دې هم مهاله بریدونو کې ۲۲ ځانمرګو برید کوونکو ګډون درلود، چې دوو یې ځانونه وچوول، خو ۲۰ نور یې د پولیسو له خوا ووژل شول.

په برید کې پنځه پولیس او څلور ولسي وګړي هم وژل شوي وو.

ولسي تلفات

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۲ کال کې ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان کې ولسي تلفات ٪۳۰ ډېر شوي.

تېره ورځ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي دفتر یونما پخپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي وو، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۲۴ سلنه زیاته شوې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د خښو شویو ماینونو او ناچاوده توکو په پرتله د یولړ نښتو او ډزو له امله ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څېړنه چې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له میاشتې د جون تر ۳۰ مې نېټې ترسره شوې، ښيي چې په همدې موده کې څلور زره، اته سوه دري پنځوس تنه د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي او درې زره دوه سوه نهه اتیا تنه نور ټپیان شوي، چې په دې توګه ۱۷ سلنه وژنه او ۲۸ سلنه د ټپي کیدنې کچه زیاته شوې ده.

ورته مطالب