یونما: افغانستان کې ولسي تلفات ۲۴٪ ډېر شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یونما' بي بي سي ته ویلي، چې د روان ۲۰۱۳ کال په لومړیو درو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی دفتر یونما وایې د ۲۰۱۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو څیړنې ښیي چې به افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۲۴ سلنه زیاته شوي ده.

د دغه بنسټ په وینا، د خښو شویو ماینونو او نا چاوده توکو په پرتله د یو لړ نښتو او ډزو له امله ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څېړنه چې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له میاشتې د جون تر ۳۰ مې نېټې ترسره شوې، ښيي چې په همدې موده کې څلور زره، اته سوه دري پنځوس تنه د تاوتریخوالی په پېښو وژل شوي او درې زره دوه سوه نهه اتیا تنه نور ټپیان شوی چې په دې توګه ۱۷ سلنه وژنه او ۲۸ سلنه د ټپي کیدنې کچه زیاته شوې ده.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ وايي، د یونما د بشري حقونو مشرې جورجټ ګنیون وویل ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفینو له خوا اوښتې ده:

''د یونما د راپور له مخې، ۷۴٪ ملکي تلفات د مخالفو وسله والو او ۹٪ د حکومتي ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي، چې له هغې ډلې د اته سلنې مسؤول افغان پوځیان او د یوې سلنې یې بهرني ځواکونه دي.۱۲ سلنه تلفات د پلیو جګړو له امله اوښتي، چې مسؤویت یې کومې ځانګړې ډلې ته نه دی متوجه. موږ دواړه خواوې مسؤولې بولو''.

اغلې ګنیون زیاته کړه چې د تېر په څېر بیا هم د دغو جګړو تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي وګړي ښځې او ماشومان دي چې ۳۴ سلنه د ماشومانو او ۲۴ سلنه یې د مېرمنو مرګ ژوبله ښيي.

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۲ کال کې ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان کې ولسي تلفات ٪۳۰ ډېر شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یونما مشر یان کوبیش هم په دغه راپور کې ویلي چې د تاوتریخوالو پیښې د ولسي افغانانو لپاره ډیرې تباه کونکې دي.

یونما په ۲۰۰۹ کال کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې څارل پیل کړي چې په روان ۲۰۱۴ کال کې د مخالفو وسلوالو له خوا د ولسي وګړو مرګ ژوبله دوه برابره شوې.

تېر کال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یونما' بي بي سي ته ویلي، چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو درو میاشتو کې د مخکني کال د همدې مودې په پرتله افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

ورته مطالب