مدني خوځښت له نوماندانو د قانون درناوی غواړي

Image caption د قومي اومدني ټولنو استازو ویل د هر هغه ناقانونه خوځښت پر وړاندې به ودریږي چې ددوی په وینا د هېواد له قوانینو سره اړخ نه لګوي.

د افغانستان په ختيځ کونړ کې د یوه مدني حرکت په بڼه له بېلابېلو ولسوالیو راغلو کسانو د ولسمشرۍ له نوماندانو، قانون ته د درناوي غوښتنه وکړه.

راټولو شوو د ولسمشرۍ د یوه نوماند د پلویانو ځینې حرکتونه هم وغندل او هغه يې د ملي یووالي ضد وبلل، دوي ویل د هرې ناقانونه کړنې پر وړاندې به ودریږي او له خپلو پاکو رایو چې اوس يې ځینې ناپاکې بولي، ساتنه وکړي.

کونړ کې زموږ همکار نعمت الله کریاب وايي، د مدني ټولنو او د کونړ د خلکو د همغږۍ په دې غونډه کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې په را پورته شوو ناندریو خبرې کېدې.

ګډونوالواو وینا والو هغه کسان بلواګر بلل چې غواړي له ناسمو او ناقانونه لارو واک ترلاسه کړي.

مولوي ضیاء الرحمن الله یار وویل د دوی چوپ پاتې کېدو نورو ته میدان خالي کړی وو، چې په وینا يې نور به غلي نه کیني.

د قومي اومدني ټولنو استازو ویل د هر هغه ناقانونه خوځښت پر وړاندې به ودریږي چې ددوی په وینا د هېواد له قوانینو سره اړخ نه لګوي.

مولوي عبد لرحمن او ډګروال شاه محمود تر هر څه ډیر د ولسمشر د انځور په راکوزولو او ورته سپکاوي غصه وو.

دوی له افغان حکومت نه د ولسمشر د انځور د سپکونکو او ددغه ډلې د مشر عدلي پلټنه غوښتنه.

دا ددویم پړاو له ټاکنو وروسته په کونړ کې د ټاکنیزو ناندریو د راپورته کېدو وروسته د خلکو لومړنۍ غونډه ده چې خلک پکې د خپلو رایو د ساتنې خبره کوي.

ددغه مدني او سوله ییز حرکت سره ځینو قهرېدلی خبرې هم کولې او ویل يې که رایو ته په سپکه وکتل شي دا به د ټاکنو په ورځ د څلویښتو نه د ډېرو وژل شوو او ټپي شوو کسانو روحونو ته سپکاوی وی چې ددوی په وینا د یو سم حکومت د جوړیدو په موخه یې ځانونه قرباني کړل.