غزني ښار کې د موټر سايکلو ګرځول بند شوي

Image caption د غزني چارواکي وايي پر موټر سايکلونو يې ځکه بنديز لګولی چې طالبان په وروستيو کې ترې ډېره ګټه اخلي

د افغانستان په سويل د غزني ښار کې ځايي چارواکو د امنیتي اندېښنو له کبله د موټرسایکلونو پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی.

چارواکي وايي، په وروستیو کې د حکومت مخالفانو د ورانکاریو لپاره له موټرسایکلونو ګټه اخیسته، ځکه یې پرې بندیز لګولی.

خو ځايي خلک بیا وايي پر موټرسایکلونو بندیز ورته تګ راتګ کې ستونزې رامنځته کړې دي.

نورمحمد سعید له کابله په خپل راپور کې وايي په غزني کې ځايي چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو خپل جګړیز تاکتیکونه بدل کړي او د خپلو فعاليتونو لپاره له موټر سایکلونو ګټه اخلي.

چارواکي وايي، په وروستیو کې په یو لړ کې امنیتي پېښو کې له موټر سایکلونو کې ګټه اخیستل شوې، چې وايي دوی په خپله وروستۍ امنیتي غونډه کې پرېکړه وکړه، چې په ښار کې پر نمبر پلیټ لرونکو او بې پلېټه موټر سایکلونو ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګوي.

د غزني والي ویاند شفیق ننګ وايي دغه اقدام اوسني حالت ته په کتو پورته شوی دی. د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي مني، چې د موټر سایکلونو له کبله ستونزې راپورته کېږي، خو وايي بندیز لګېدل پرې د ښاريانو او کلیوالو ژوند له ستونزو سره مخامخ کوي.

غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو کې له دې مخکې هم د موټر سایکلونو په ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی و، خو هغه ځل یوازې بې اسناده موټر سایکولونه نه پرېښودل کېدل، چې وکارول شي.

خو دا ځل دغه بندیز پر هر ډول موټر سایکلونو لګول شوی او د غزني د والي ویاند بیا د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، چې دمګړۍ د دغه بندیز پای ته رسېدو په اړه کومه نېټه نه ده ټاکلې شوې.

شفيق ننګ وايي حالت ته په کتو سره به په نژدې راتلونکي کې په دې اړه پرېکړه وشي.

ورته مطالب