برتانیا او پاکستان د ملي یووالي دولت هرکلی کړی

د انځور حقوق non
Image caption برتانیا به د ډاډ په لړ کې په نړیواله کچه د رایو له څېړلو ملاتړ وکړي

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیا شمېرل او د ملي یووالي د دولت پر جوړېدا د نوماندانو د سلا کېدا هرکلی کړی دی.

په کابل کې د برتانیا سفارت په نننۍ خپره کړې ویناپاڼه کې ویل شوي:"زه د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ته پر یوې پرېکړې باندې هوکړې ته د رسېدو او د افغانانو ګټو ته د ارزښت ورکولو لپاره تبریکي وایم".

ښاغلي هیګ هیله ښودلې چې د ټولو رایو بیا څېړل به افغانان د ټاکنو پر بهیر او پر پایلو باور ډېر کړي.

د هغه په وینا، برتانیا به د ډاډ په لړ کې په نړیواله کچه د رایو له څېړلو ملاتړ کوي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې برتانیا د ګټونکې نوماند د ملي یووالي دولت د رامنځته کولو له پرېکړې خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي هیګ د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ته په دې مهمې پرېکړې او د هغه په عملي کولو کې د برخې اخیستو له امله تبریکي ویلې او د روان کال په وروستیو کې د افغانستان په اړه د ناټو په ناسته او د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې له برخې اخیستو څخه مننه کړې.

وروسته له هغې چې عبدالله عبدالله د ټاکنو لومړۍ پایلې رد کړې او یو شمېر پلویانو یې لاریون وکړ،دا اندېښنې پیدا شوې چې ګواکې افغانستان به له ګډوډۍ سره مخامخ شي او د ټاکنو بهیر به له تاوتریخوالي سره مخامخ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دواړو نوماندانو سلا کېدل د افغانانو رایو ته د ارزښت ورکولو په مانا ګڼل کیږي

خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ټولو رایو په شمېرنه هوکړه وکړه.

پاکستان

پاکستان په افغانستان کی د ټاکنیزو لانجو په پرامنه توګه د هوارولوهرکلی کړی دی.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم د بي بي سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې پاکستان وړاندې د انتخاباتي لانجو د خبرو له لارې په هواري ټینګار کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو له دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وویل چې دوی له دوو ورځو خبرو اترو وروسته سره سلا شول چې د افغانستان د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې ټولې اچول شوې رایې به له سره څېړل کېږي.

د پاکستان د باندینیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، د افغانستان د انتخاباتود لانجې په ښه توګه حل کېدل د ستاینې وړ دي او هر چا چې په دې تړون کی رول لوبولی، هغوی هم باید وستایل شي.

هغې زیاته کړه، پاکستان د خبرو له لارې د ټولو مسالو د حل په ارزښت ټینګار کړې و.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وړاندې ویلي وو چې هېواد یې افغانستان کې په ډیموکراتیکه توګه د واک د سپارلو پلوی دی او اسلام اباد د افغان ولس د انتخاب درناوی کوي.

هند هم افغانستان کې د کاندیدانوترمنځ د موافقې هرکلی کړی او کاندیدانو ته یې مبارکي ویلې ده.

کابل کی د هند سفارت په یوه بیانیه کې ویلي چې دا تړون به پر دیموکراسۍ د افغان ولس باور نور پیاوړی او ملي یووالی زیات کړي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ هم د ټولو رایو پر بیا شمېرنې د دواړو نوماندانو سلا کېدل ستایلي او دا کار یې د افغانانو رایو ته د ارزښت ورکولو په مانا ګڼلی دی.

ورته مطالب