مشرانو جرګې د وکیلانو د امتیازونو قانون رد کړ

د انځور حقوق parliament.af
Image caption د دغه قانون مسوده چې مشرانو جرګې رد کړه ۴ څپرکي او ۲۰ مادې لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د وکیلانو د امتیازونو او خونديتوب قانون په غوڅ اکثریت رد کړ.

دا رنګه ځینو مدني فعالانو د دغه قانون پر ضد چې څو ورځې مخکې د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی و لاریونونه وکړل او له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه یې غوښتنه وکړه چې دغه قانون لاسلیک نه کړي.

وړانګه علیزۍ په خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان مشرانو جرګې هغه قانون و نه مانه چې ولسي استازو څو ورځې وړاندې د وکیلانولپاره ځینې امتیازونه په کې قانونی شوي وو .

سناتورانو پرته له دې چې پر دغه قانون بحث یا خبرې وکړي په غوڅ اکثریت یې د دغه قانون مسوده رد کړه، سناتور هدایت الله رهايي وویل چې دغه قانون دوی ته له سره د منلو نه دی. د مشرانو جرګې له خوا لا د ولسي جرګې د وکیلانو د خوندیتوب او امتیازونو قانون نه وو تصویب شوی چې د مدني ټولنو ګڼ شمیر فعالانو د دغه قانون پر ضد لاریون وکړ او د دوی دغه لاریون د ملي شورا تر دروازو هم وغځید.

د مدني ټولنې غړو له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه کوله دغه قانون دی نه تصویبوي.

مجیب الرحمن هوتک وایې دغه قانون د ولسي جرګې غړو د ځاني ګټو لپاره جوړ کړی او د دوی له نظره د افغانستان د خلکو اقتصادي حالاتو ته په کتو دغه قانون هیچا ته هم د منلو نه دی

د دغه قانون مسوده چې مشرانو جرګې رد کړه ۴ څپرکي او ۲۰ مادې لري په کې د ولسي جرګې وکیلانو ته ځانګړي امتیازونه غوښتل شوي وو ، په دغو امتیازونو کې د وکالت د دورې د پای ته رسیدو وروسته وکیلانو ته ۲۵ سلنه د میاشتینیو امتیازاتو ورکول، دوه وسله وال ساتونکې او د سیاسي پاسپورټ ورکول شامل دي.

د ولسي جرګې دغه قانون په خواله رسنیو او په ځانګري توګه په فېسبوک کې د ګڼو خلکو له سختو غبرګوونو سره هم مخامخ شوی دی.

د کابل ډېرېو ورځپانو هم د ولسي جرګې د وکیلانو د خونديتوب او امتیازونو قانون په کلکه غندلی دی او لیکلي یې دي چې د ولسي جرګې غړې د افغانستان له ټاکنیز کړکیچه په ګټه اخستو غواړي دغه قانون د ځان د بسیاینې لپاره تصویب کړي.

ورته مطالب