پاکستان: د نیول شوي خبریال خوشي کېدو لپاره هڅې کوو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نیول شوي خبریال د سزا لړ کې پر استناف غوښتنه غور کوو. پاکستان

پاکستاني چارواکي وايي، افغانستان کې د زنداني پاکستاني خبریال فیض الله خان د خوشي کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

فیض الله خان دا وروستیو کې افغانستان ته په غیر قانوني توګه د ننوتو له کبله ونیول شو او یوې ځايي محکمې په څلور کاله بند محکوم کړ.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم ویلي، د نوموړي خبریال د سزا لړ کې پر استناف غوښتنه غور کوي.

د نوموړې په خبره کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو ته ویل شوي، چې نوموړي خبریال سره د قانوني مرستو لړ کې اقدامات وکړي.

د اې ار وای ټلویزیون مشر عماد یوسف، چې نوموړی خبریال ورسره دنده تر سره کوله ویلي، فیض الله خان افغانستان ته د تلو پر مهال چارواکو ته معلومات نه و ورکړي او له کراچۍ نه د وتلو پر مهال یې یوازې دومره ویلي و، چې پېښور ته ځي او له هغه وروسته به د یو شمېر مرکو لپاره قبایلي سیمو ته لاړ شي.

له نوموړي سره وروستی ځل د اپریل په ۲۳ ټیلیفوني خبرې شوې او هغه ویلي و، چې په پاکستان کې دننه دی.

د پاکستاني شخصي ټلویزیون اې ار وای خبریال فیض الله خان د روان کال اپريل میاشتې په ۲۵ نېټه هغه مهال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ونیول شو، چې له یو شمېر ټلویزیوني مرکو وروسته بېرته پاکستان ته د ستنېدو په حال کې و.

په ننګرهار کې یوې ځايي محکمې نوموړی له پاسپورټ او ویزا پرته په غیر قانوني توګه افغانستان ته د ننوتو له کبله د جولای میاشتې په اتمه په څلور کاله بند محکوم کړ.

د فیض الله خان مدافع وکیل حمیدالله په وینا ژر به د استناف غوښتنه وکړي، چې د اختر له راتګه مخکې نوموړی خوشی او خپل هېواد ته ستون شي.

د نوموړي په وینا له فیض الله نه یو شمېر داسې مواد تر لاسه شوي، چې د برالا کېدو په صورت کې یې د افغانستان او پاکستان اړیکي ښايي نور هم ترینګلي شوي وای.

کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب خپل رپوټ کې وايي، هغه مهال چې فیض الله خان ونیول شو، تلویزیوني کامیرا او د اې ار وای ټلویزیوني نښان هم ورسره وه.

ورته مطالب