د دویم پړاو ټاکنو د ټولو رایو ارزونه پیل شوه

نورستاني
Image caption نورستاني وايي، تر اوسه په ټولو رازوونکو ډلو کې بهرني څارونکي حضور نه لري.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ارزونې بهیر د پنجشنبې پر ورځ په رسمي توګه پیل شو. د رایو ارزونه له کابله پیلېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني خبریالانو ته وویل، اته اعشاریه یو میلیون رایې به د بهرنیو او کورنیو څارونکو، د کاندیدانو د استاو، رسنیو او د شکایتونو د ارزونې د کمیسیون په حضور کې وارزول شي:

''نن مو نژدې دېرش ټیمونه چمتو کړي، او دا ځکه چې تر اوسه په کافي شمېر بهرني څارونکي چې په ټولو سلو ډلو کې حضور ولري، نه دي رسېدلي، کله چې هغوی ورسېږي موږ به د ټیمونو شمېر زیات کړو. د تفتیش ډلې ته روزنه ورکړل شوې او ځای هم ورته په پام کې نیول شوی دی او له ولایتونو د راوړل شویو صندوقونو لپاره هم ځای په پام کې نیول شوی دی''.

تېره ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ویلي وو، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنو د رایو ارزونه د پنجشنبې پر ورځ (چنګاښ ۲۶) پیلېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور کابل کې خبریالانو ته وویل، دا ارزونه به په کابل کې د رایو د درو زرو صندوقونو (چې د ټولو رایو پنځلس سلنه جوړوي) له ارزونې پیل شي.

دغه ارزونه باید د دواړو کاندیدانو تر موافقې ۲۴ ساعته وروسته پیل شوې وای، خو دغه بهیر درې ورځې وځنډول شو.

Image caption د ټولو رایو ارزونه به د اسد/زمري در دویمې دوام وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځګړيتوب دواړه کاندیدان دې ته راضي کړل، چې د ټاکنیزې لانجې لپاره پر یوه حل موافقه وکړي.

نور محمد نور وايي، د رایو د ارزونې لومړنۍ چارې یې پیل کړې دي، خو رسماً به دا لړۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي.

نوموړی وايي، تېره ورځ د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې تېره ورځ د رایو د ارزونې عملیاتي پروګرام ومنل شو، او دواړو ټاکنیزو ډلو ته واستول شو.

په دې عملیاتي پروګرام کې له ولایتونو نه د رایو د صندوقونو د لېږد څرنګوالی، د امنیت ټینګښت او مرکز ته د صندوقونو رسېدل او ارزونه شامل دي.

ښاغلي نور ووی، له ولایتونو نه به مرکز ته د رایو د صندوقونو لېږدولو لړۍ هم سر له پنجشنبې ورځې پیل شي، چې په غالب ګومان به د راتلونکي اسد/زمري تر دویمې پورې دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند زیاتويو د رایو د صندوقونو د لېږد لړۍ به د افغان امنیتي ځواکونو، ناټو، ایساف او د دواړو ټاکنیزو ډلو د استازو په حضور کې پیل او بشپړ شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځګړيتوب دواړه کاندیدان دې ته راضي کړل، چې د ټاکنیزې لانجې لپاره پر یوه حل موافقه وکړي.

په دې لړۍ کې به د ملګرو ملتونو سازمان او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم ونډه ولري.

د ټاکنیز پلان له مخې، د دویم پړاو ټاکنو د ټول ټال رایو ارزونه به په ټولیز ډول درې اونۍ وخت واخلي او بیا به د کمیسیون له لوري وروستۍ پایلې اعلان شي.

د افغانستان د ولسمشۍ د دویم پړاو ټاکنو ټول ټال رایو شل زره صندوقونه دي، چې درې زره یې دا مهال په کابل کې موجود دي.

د رایو ارزونه به د ورځې په اوږدو کې دوه ځلې کېږي، چې په هر شیفټ کې به سل ډلې کار کوي.

ښاغلي نور وویل، په هره شیفټ کې باید د نوماندانو د ټاکنیزو ډلو او د څارونکو بنسټونو استازي موجود او شاهدان وي او نظارت به کوي.

ورته مطالب