خوست او پکتیکا کې وزیر کډوال له ۱۵۰ زرو اوښتي

Image caption د چارواکو په وینا لا هم دغو کډوالو ته په مناسب ډول د خوړو او دارو درملو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له شمالي وزیرستانه د راغلیو کډوالو شمېر له یو نیم لکو کسانو واوښت.

د چارواکو په وینا لا هم دغو کډوالو ته په مناسب ډول د خوړو او دارو درملو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

لکه چې نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې کاږي، که یوه لور ته د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته د هغو راغلیو کډوالو شمېر په ډېرېدو دی چې د ډېورنډ کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیله راهیسې د خوندي سرپناه موندلو لپاره دغو سیمو ته راځي، نو بل لور ته افغان چارواکي وايي لا هم دغو کډوالو ته د لومړنیو اړتیا وړ توکو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

خو په ورته مهال د افغانستان د قومونو، قبایلو او سرحدي چارو وزیر محمد اکرم خپلواک کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اوس یې د دغو ستونزو د حل لپاره یو منظم پلان جوړ کړی دی.

افغانستان ته د دغو کډوالو د تېرېدو لارو کې د تالاشۍ پوستې جوړې شوې چې د چارواکو په وینا هر کډوال له دغو پوستو تېرېږي او په اړه یې معلومات ثبتېږي.

دغه راز دوی وايي تر اوسه یې د کډوالو نژدې ۵۰۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي، خو له دې سره سره د افغانستان کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر جماهیر انوري وايي په ټوله کې لا هم دغو کډوالو ته د خوړو او دارو درملو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر پیل څلوېښت ورځې اوښتې او افغان چارواکي وايي، دې مودې کې د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو بېلابېلو سیمو ته نژدې ۱۵۷۰۰۰ کسان کډوال شوي دي.

خوست ولایت کې د کډوالو د یوه کمپ د چارو مسوولیت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو.اېن.اېچ.سي.ار) په غاړه اخیستی.

افغان چارواکو له دغو کډوالو سره د مرستو راماتولو لپاره یو بانکي حساب پرانیستی چې وايي مرستې به یې په ولایتونو کې د جوړو شویو اړوندو کمېټو په وسیله لګول کېږي.

پاکستان وایي عملیات یې د اورپکو پرضد پیل کړي او غواړي سیمه له هغو پاکه کړي.

همداشان پاکستاني چارواکي وايي، له بې کوره شوو سره یې د مرستې تابیا کړې وه خو کډوال وایي چې د حکومت له خوا مرستې شوې ژمنې پر وخت نه ور رسېږي.

څه موده وړاندې د شمالي وزیرستان ځینو قبایلي مشرانو ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) او د پېښور د قول اردو قوماندان ورته ۱۵ ورځې وخت ورکړی وو چې د ځایی طالبانو پر مشر ټینګار وکړي چی بهرني او د نورو سیمو وسله وال له سیمې وتو ته اړکړي خو د دوی په وینا، درې ورځې ورسته یې لوی عملیات پیل کړل.

ورته مطالب