'۳۹' شمېرې دولت ته ۱ میلیارد افغانۍ زیان اړولی

د انځور حقوق
Image caption ګڼ افغانان د خپلو ګاډو د نمبر پلېټ او یا هم تیلې فون او نورو شمېرو کې ۳۹ نمبر ته په سمه سترګه نه ګوري.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت له مدني خوځښتونو او دیني پوهانو وغوښتل چې له ۳۹ شمیرې سره تړلې خرافاتي انګیرنه وغندي.

چارواکي وايي چې دې بې بنسټه انګیرنې د ترافیک ریاست پر عوایدو هم منفي اغېز کړی.

په کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې وايي، دیني علماء هم دا انګیرنه ناروا، او منونکي يې ګنهګار بولي، د یو شمیر مدني ټولنو غړو خو له پخوا راهیسې د خپلو فیسبوکونو د پروفایل انځورنو پر ځای ۳۹ لیکلي دي.

په تیرو لسیزو کې ۳۹ شمیره د نورو شمیرو په څیر کره سیکه وه، او هیڅ راز بد اند ورسره نه و تړل شوی، خو په دې وروسیتو کې په دغه هیواد کې ګڼ شمیر خلک دغه شمیره د يوه ناوړه اند هېندار بولي.

دې چارې یوه ستونزه دا پیدا کړې چې خلک د ګاډو هغه پلیټونه نه اخلي چې ۳۹ شمېره په کې راغلي وي، او که وي نو بیا دغه راز ګاډي له خپلې ارې بیې په ټیټ نرخ پلورل کیږي.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مدني خوځښتونو او دیني پوهانو غوښتي چې ددغه ناسم تصور پر وړاندې سنبال شوې مبارزه پیل کړي.

د کابل د ترافیکو مدیر جنرال اسدالله وویل چې د ۳۹ شمیرې د تصور تورولو ددوی پر عایداتو منفي اغېز کړی دی.

ښاغلي اسدالله وویل چې ترافیک ریاست په کال کې شاوخوا ۲ میلیارده افغانۍ عاید لري، خو سږ کال یې له همدغه کبله په مهالیز ډول ۵۰۰ میلیونه افغانۍ شاته پاتې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي که تبلیغ او مدني خوځښتونو ځای ونه نیو دوی به ددې ستونزې د هواري لپاره عدلي او قانوني لاره بیا مومي.

دیني عالم قاضي محمد حسن حقیار وايي چې هېڅ شمیره تر بلې شمېرې غوره یا ناغوره نه ده، بلکې ټولې برابرې دي.

نوموړي وویل چې په اسلامي ارزښتونو او سپېڅلو نصوصو کې هم ۳۹ شمېره راغلې ده.

څو میاشتې مخکې یو شمیر مدني خوځښتنو په افغانستان کې د ۳۹ شمیرې سره د تړل شوي تصور د سپینولو په موخه یو کمپاین پیل کړ،چې په ترڅ کې ګڼو کسانو د خپلو فیسبوک پاڼو د انځورونو پر ځای ۳۹ شمېره غوره کړه.

له ۳۹ شمیرې سره د تړل شوي ناسم تصور پر وړاندې ګڼ شمیر افغان ځوانانو خپله مبارزه هغه مهال پیاوړې کړه، چې څو کلونه مخکې د لویې جرګې په کیږدۍ کې د سولې د مشورتي جرګې د ۳۹ کومیټې غړو دا نوم د ځان لپاره غوره ونه باله او لرې یې کړ.

ګڼ افغانان د خپلو ګاډو د نمبر پلېټ او یا هم تیلېفون او نورو شمېرو کې ۳۹ نمبر ته په سمه سترګه نه ګوري.

دغه شمېره په لومړي ځل له هرات ولایت نه د هغه ګاډي له نمبر پلېټ څخه د افغانستان نورو سیمو ته خپره شوه، چې د ۳۹ شمېره پکې وه.

ورته مطالب