فاریاب کې جګړې د ۳۱ کسانو ژوند اخیستی

د افغانستان امنیتي چارواک وايي، فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې له دواړو لورو لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي.

په نښته کې ځینې ولسي وګړي هم وژل شوي.

دغه نښته درې ورځې مخکې د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې پیل شوې، چې لاهم دوام لري.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند رضا رضايي په وینا نښته کې اته محلي پولیس هم وژل شوي او د پوځ دوه سرتېري ټپیان دي.

رضا رضايي بي بي سي ته وویل، نښته هغه مهال پیل شوه، چې وسله والو طالبانو دغه سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو بریدو وکړ.

بل لور ته د یوې کورنۍ اته غړي هغه مهال ووژل شول، چې د سپرلۍ موټر یې د قیصار ښار او شاخ سیمې تر منځ غځيدلي سړک اوږدو کې پر خښ شوي ماین وربرابر شو.

د شاخ سیمې نښتو له کبله قیصار ښار ته د نژدې ۴ زره کورنیو د کډوال کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

هلمند

بل خوا، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې پر افغان امنیتي ځواکونو موټربم چاودنه شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption موټربم د پولیسو له ټانک سره جنګول شوی دی.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، یو کرولا ډوله موټر، چې ځانمرګ برید کوونکی پکې سپور و، د پولیسو له کاروان سره جنګولی، چې یو پولیس او یو ولسي وګړی پکې وژل او پنځلس ټپیان دي.

په ټپیانو کې اته پولیس او اووه ولسي وګړي دي.

برید پر ځايي وخت د دوشنبې پر ورځ غرمه شاوخوا ۱۱ نیمې بجې شوی.

وړاندې، د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو، د هلمند جګړه کې د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ستره برخه د هغو ماینونو له کبله وه، چې د دوی مخالفینو سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

ورته مطالب