"د خوړو د پراسېس فابریکې نه کار نه اخېستل کېږي"

Image caption سیګار وایي دغه پروژه یې په ۲۰۱۳ کال کې افغان حکومت ته سپارلې وه

دغه سوړ ساتنځای د هېلمند په ګرېشک ولسوالۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ له خوا د ۲.۸۹ میلیون ډالرو په لګښت په لس جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړې ادارې "سیګار" په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې دغه پروژه دوه کاله وړاندې بشپړه شوې خو تر دې دمه ترې کار ندی اخېستل شوی.

د سیګار اداره وایي دغه پروژه یې تر بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې افغان حکومت ته سپارلې وه.

د ګرېشک ولسوال محمد فهیم موسی زی مني چې دغه پروژه دوی ته سپارل شوې خو وايي له سیمه ییزې ادارې سره د دې صلاحیت نه شته چې کار ترې واخلي.

نوموړی وايي

"د تازه میوې د پروسېس دغه فابریکه او سوړ ساتنځای د سوداګرۍ وزارت پورې اړه لري چې یا خپله ترې کار واخلي او یا یې هم بل چاته په قرار داد ورکړي. د هلمند سیمه ییزه اداره د دې صلاحیت نه لري چې دغه فابریکه چاته په قرارداد ورکړي "

د نوموړي په خبره، دغه سوړ ساتنځای چې د امریکا د پوځ له خوا جوړ شوی شاوخوا د احاطی دیوال نه لری چې د ده په خبره د خوندیتوب لپاره یی خورا اړین دی.

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې، سیګار په خپل راپور کې ویلي چې د دغې پروژې له مخې پر ۳۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې سوړ ساتنځای او پر څه باندی ۴۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې د وچې میوې د پروسېس لپاره ودانۍ جوړه شوې ده.

دغه سیمه کې وړاندې د پنبې د پروسېس یوه لویه فابریکه وه چې افغانستان ته د ناټو ځواکونو له راتګ سره سم په یوه هوایي برید کې په دې پلمه له منځه یو وړل شوه چي ویل کېده طالب جنګیالي د پوستې کار ترې اخلي.

د هېلمند چارواکي وایي چې په نوموړې فابریکه کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو کارګرو کار کاوه.

ورته مطالب