سپنتا: افغانستان د رایو په خطرناک پړاو کې و

سپنتا
Image caption سپنتا: افغانستان په خطرناک پړاو کې و.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په کابل کې خبریالانو ته د "ملي یووالي حکومت" د موخو او څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي وویل، د ملي یووالي د حکومت جوړېدو پرېکړې د تېرو ټاکنو لانجه ختمه کړه.

ښاغلي سپنتا وویل، د ملي یووالي له حکومت جوړولو موخه د دیموکراتیکو بنسټونو پیاوړي کول، د افغانستان باثباته کول، او ډېرو قومونو ته پکې ونډه ورکول دي.

ظاهراً له ټاکنیزو لانجو د ښاغلي سپنتا هدف د دویم پړاو ‎تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته و، چې ولسمشرۍ ته دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، هر یوه پکې د ځان د بریالیتوب ادعاوې کولې.

د دویم پړاو ټاکنې، چې لا یې هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب دواړه نوماندان د ملي یووالي حکومت جوړولو ته راضي کړل شول.

دواړو کاندیدانو ومنله، چې د دویم پړاو ټولې رایې باید وارزول او له سره وشمېل شي، او هرڅوک چې بریالی شو، هغه به د افغانستان ولسمشر وي.

د ملي امنیت سلاکار وویل: "که چېرې تېرو ټاکنیزو لانجو دوام کړی وای، شاید ترهګرو ته یې دا موقع ورکړې وای، چې هېواد د لا نورې نارامۍ خوا ته کش کړي".

د ښاغلي سپنتا د خبرو په غبرګون کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي مشر نادر نادري د ملي یووالي د حکومت پر طرحې نیوکه وکړه او وویل، چې د دا ډول حکومت جوړول د دیموکراتیکو بنسټونو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د انځور حقوق AP
Image caption کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سفر ټاکنیزه لانجه ختمه کړه

ورته مطالب