افغانستان کې جبري ودونه کم شوي

Image caption اوس میندې او پلرونه لږ حاضریږي چې اولادونه په جبري توګه واده کړي

په افغانستان د ښځو د حقونو فعالان په لومړي ځل د جبري او په ټيټ عمر کې د نجونو د ودونو د کموالي خبر ورکوي.

په افغانستان کې په ټیټ عمر کې د ودونو په تړاو کره شمېرې نشته، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېرو کلونو کې د ورته پېښو سلګونه قضیې له دغه کمېسیون سره ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو فعالان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یو اصلي لامل هم په ټیټ عمر کې واده کول بولي، خو وايي په ټولنه کې د سمون او اصلاح لپاره ځینې خوشبیني شته.

په تېرو کلونو کې افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د نړیوالو خبرونو د سرټکي ګرځېدل، په تېره بیا په ټیټ عمر کې او ځینې د زور او جبر ودونه چې سخت خواشنیونکې او غمجنې کیسې هم ورسره وې.

سحر ګل، د ښځو له هغې ډلې څخه ده چې په کم عمر کې واده شوې وه.

نوموړې په څوارلس کلنۍ کې د بخت کور ته ولاړه او تر واده وروسته یې مېړه تر ځمکې لاندې تیاره کوټه کې وهله ټکوله او ځوروله.

پولیسو د هغې تر واده شپږ میاشتې وروسته هغه وژغورله او روغتون ته يې ولېږدوله.

تر څو میاشتو وروسته چې سحر ګل له بي بي سي سره خبرې کولې لا یې هم په څېره کې د ځورونې او ټپونو ژور اثار له ورایه ښکارېدل.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې چارو سمبالونکی نجیب الله ځدراڼ ببرکزي، په اند د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یو اصلي لامل همدا د ټيټ عمر او جبري ودونه دي

په کابل کې د ښځو په ځانګړي زندان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي، په ټيټ عمر او د جبري ودونو له امله ټوکېدلې ډېرې کیسې شته.

خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان په ټيټ عمر کې د جبري یا زور ودونو د کموالي خبره کوي.

Image caption سحر ګل، هغه نجلۍ ده چې په کم عمر کې واده شوې وه.

د هرات ولایت د ښځو د حقونو چارو مشره محبوبه جمشیدي، په دې اړه خپله خوشبیني ښيي او وايي،"هغه کسان چې موږ ته راځي ښکاري چې د خدای فضل دی دغه شان پېښې په ورستیو کې کمرنګه شوي. اوس میندې او پلرونه لږ حاضریږي چې خپل اولادونه په ټيټ عمر او یا هم په جبري توګه واده کړي.

دا کچه ډېره هم نه ده ټیټه شوې خو داسې خوشبینۍ شته چې موږ ورو ورو د سمون یا اصلاح په لور روان یو. که د پوهاوي لمن پراخه او قانون پلی شي نو دا چاره به لا ښه پر مخ ولاړه شي".

که څه هم د ټیټ عمر ودونو په تړاو کره شمېرې نشته، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، په تېرو کلونو کې سلګونه داسې قضیې ورسره ثبت شوې چې په پایله کې یې د مېړه او ښځې د جلا کېدو او یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لامل شوي دي.

ورته مطالب