د سون توکو د دوو شرکتونو جوازونه ځنډول شوي

Image caption دواړو شرکتونو د نورو څیړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي

افغان حکومت د سون توکو د دوو لویو شرکتونو د فعالیت جواز ځنډولی دی.

زموږ همکار سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې لیکلي:

د تیلو او ګازو د واردولو د دوو لویو شرکتونو جواز داسې مهال ځنډول کیږي چې د افغانستان په بازارونو کې د تیلو او ګاز بیې لوړې شوې دي.

چارواکي ددغو دوو شرکتونو نوم نه په ډاګه کوي خو وايي، چې دغه شرکتونه له هیواده بهر هم پراخ سوداګریز فعالیتونه لري.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي بي بي سي ته وویل، له دې وروسته دغه دوه شرکتونه په افغانستان کې د هیڅ ډول سوداګریز فعالیت اجازه نه لري دا دوه شرکتونه دي چې په ترکمنستان کې تیل اوګاز له هغې بیې لوړ پيري چې دغه هیواد یې پر افغاني سوداګرو پلوري. په ترکمنستان کې د افغانستان د تجارتي آتشې د راپور له مخې دغو شرکتونو د نفتي توکو بیه دوه سوه او دولس ډالره لوړه کړې ده. نو له همدې د دغو شرکتونو جواز وځنډول شو".

ښاغلي قوقندي زیاته کړه ''دغه دوه شرکتونه د افغان حکومت په تور لست کې شامل شوي او دوسیه یې د نورو څیړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې ده، د مالیې وزارت ته مو لیک استولی چې د دغو شرکتونو توکي د ګمرکونو له لارې افغانستان ته د ننه کیدو اجازه ورنه کړي او له بهرنیو چارو وزارت څخه مو هم غوښتي چې دغه شرکتونه په تور لست کې شامل کړي، ترکمنستان اونورو هیوادونو ته هم د دغې پریکړې په اړه خبر ورکړي".

له دې وړاندې حکومت هغو پنځو شرکتونو ته خبر داری ورکړی و، چې په لوړه بیه یې سون توکي پلورل.

دغه دوه شرکتونه چې جواز یې ځنډول شوی د همدې پنځو شرکتونو په لست کې شامل وو.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هر شرکت چې په خپله ګټه د هیواد د اقتصاد سبوتاژ کول غواړي له همدا ډول برخلیک سره به مخامخ شي.

په افغانستان کې شاوخوا پنځه سوه شرکتونه د نفتو او ګاز په واردولو بوخت دي.

ورته مطالب