"له روژې وروسته د رایو بیا شمېرل ډېرېږي"

د انځور حقوق AFP
Image caption ډابنز: له روژې وروسته به یو بل کاري شفت د شپې مهال کار کولو ته جوړ شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي جیمز ډابنز وایي، له روژې وروسته به د رایو بیا شمېرلو پروسه چټکه شي.

هغه وايي، څارونکي به په دوو شفتونو کې نه بلکې په دریو شفتونو کې کار وکړي.

د رایو د بیا شمېرلو په لومړنیو ورځو کې د دغې پروسې پڅ پرمختګ یو لړ اندیښنې رامنځ ته کړې دي.

زموږ همکار سمیع الله موسی زي رپوټ کې لیکي:

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی جیمز ډابنز په دې ورځو کې له افغان چارواکو او نوماندانو سره څو ځلې لیدلي دي.

د ده د لیدو کتو اصلي موخه راتلونکی د ملي یووالي حکومت دی.

ښاغلی ډابنز وايي، د رایو د بیا شمېرلو په اړه د دواړو نوماندانو د استازو ترمنځ اختلاف حل شوی او په راتلونکو ورځو کې به دغه پروسه چټکه شي او له روژې وروسته به درې شفټونه دغه چاره پرمخ بوځي. "موږ وړاندوینه کوو چې له روژې وروسته به یو بل کاري شفټ هم رامنځته شي او د شپې پرمهال به کار کوي. په دې معنی چې درې کاري شفټونه به دغه چاره پر مخ وړي. سل ټیمونه به په یوه ورځ کې د زرو صندوقونو رایې بیا شماري". وروسته له هغه چې د دویم پړاو ټاکنو نوماند عبد الله عبد الله د ټاکنو پایلې ونه منلې او له دواړه کمېسیونونو سره یې اړیکې وځنډولې د ملګرو ملتونو او د امریکا دمتحده ایالتونو په منځګړیتوب پریکړه وشوه چې د نړیوالو څارونکو په حضور کې دې ټولې رایې بیا وشمېرل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د دواړو نوماندانو استازو د راتلونکي ملي یووالي د حکومت په اړه ډول ډول څرګندونې کړي، خو ښاغلی ډابنز وايي، د ملي یووالي د حکومت په اړه به د دواړو نوماندانو ترمنځ خبرې دوام ولري.

"د ملي یوالي د حکومت معنی داده چې یو بل ولسمشر او بل اجرایوي رئیس وي چې بایلونکې نوماند به یې معرفي کوي او ولسمشر به یې ټاکي. په دې اړه له وړاندې توافق شوی دی. د دواړو نوماندانو ترمنځ به د دولتي څوکیو دویش پر سر خبرې دوام ولري او له دواړه لورو به استازي په حکومت کې برخه ولري دغه راز کیدای شي خپلواکو تجربه لرونکو کسانو ته هم په حکومت کې ځای ورکړل شي".

ښاغلی ډابنز وايي، دواړه نوماندان به خپلو خبرو ته دوام ورکړي خو هغه ټینګار کوي چې نوماندان به د شوې هوکړې پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو رایو بیا شمېرل په چټکۍ سره پرمخ نه ځي او د دغې پروسې له پيله د شاوخوا شپږ محلونو رایې بیا شمېرل شوې په داسې حال کې په پام کې وو چې هره ورځ د زرو محلونو رایې وشمیرل شي.

ورته مطالب