د افغانستان د رایو ارزونې بهیر بیا پیل شو

د انځور حقوق
Image caption تېره ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د ناسم پوهاوي او د رایو د ارزونې د چټکولو پخاطر یې دغه بهیر یوه ورځ ځنډولی دی.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنو د رایو ارزونې او شمېرلو بهیر بېرته پیل شوی. دغه بهیر تېره ورځ د نوماندانو د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د ''ناسم پوهاوي '' له کبله ځنډول شوی و.

د رایو د ارزونې یوه اونۍ کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل، نن/ د زمري دویمه یوځل بیا د رایو ارزونه پیل شوه.

نوموړي وویل، نن اتیا کاري ټیمونو په دوو شیفټونو کې د رایو ارزونه پیل کړې کړه، چې دا لړۍ به هره ورځ دوام وکړي.

تېره ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د ناسم پوهاوي او د رایو د ارزونې د چټکولو پخاطر یې دغه بهیر یوه ورځ ځنډولی دی.

ښاغلي نور وویل، دغه بهیر تر اوسه سم منظم شوی نه دی، خو لاهم د دواړو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ اختلافونه شته.

بهرنی وګړی

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د رايو ارزولو بهير کې د هغه بهرني وګړي شتون او څارنه تاييد کړې، چې ويل کېږي پرته د کارت له لرلو يې څارنه کوله.

د انځور حقوق
Image caption دغه صندوقونه د ناټو، ایساف او افغان امنیتي ځواکونو په ملګرتیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، د نوماندانو د استازو او د ملګرو ملتونو د نماینده په شتون کې لېږدول کېږي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور وايي د دغه بهرني وګړي په اړه يې څېړنې پيل کړي، چې معلومه کړي دی څنګه؟ د چا په موټر کې؟ او په څه ډول د ټاکنو کمېسيون ته ورغلی دی.

ځينو رسنيو داسې راپورونه ورکړي، چې ګواکې نوموړي هڅه کوله د يوه ځانګړي کانديد په ګټه د خلکو رايې باطلې کړي.

خو دغه راپورونه په خپلواک او رسمي ډول نه دي تاييد شوي.

نور محمد نور وویل، تر اوسه د ۱۹ ولایتونو د ۱۳ زرو او ۶۱۹ صندوقونو رایې کابل ته لېږدول شوې دي.

دغه صندوقونه د ناټو، ایساف او افغان امنیتي ځواکونو په ملګرتیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، د نوماندانو د استازو او د ملګرو ملتونو د نماینده په شتون کې لېږدول کېږي.

ورته مطالب