د افغان رایو پراخه ارزونه

Image caption په جلال اباد کې سرتیری کابل ته د بکسونو دلېږد پر مهال له ځان سره جزییات لیکي

که د ۲۰۱۴م کال ولسمشریزې ټاکنې یوه لویه ژمنه وه نو اوسنۍ ټاکنې چې هره رایه به بیا څېړله کېږي، ډېرې پېچلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون به د دویم پړاو ټاکنو د رایو د ارزونې بهیر چې تر اوسه درې ځلې درېدلې، بالاخره د دواړو نوماندانو له موافقې وروسته د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شوي معیارونو پر بنسټ د شنبې پر ورځ بیا پیل کړي.

ملګرو ملتونو د ټاکنو د کمیسون د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او د دواړو نوماندانو له ټاکنیزو ټیمونو یې غوښتي چې په دې بهیر کې د هرې رای پر سر د بحث او جنجال پر ځای دې پراخو سرغړونو ته پام وکړي.

د پراخو ادعا شوو درغلیو سره د چلند تړون ډېر پېچلی دی او زیاتو لوژستیکي هلو ځلو ته اړتیا لري.

د جون په ۱۲مه د ولسشمریزو ټاکنو دوو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د مریکا په منځګړتوب موافقه وکړه چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي کنه نژدې وه چې ټول بهیر له ورانېدو سره مخ شي.

اوس خبره یوازې د ولسمشر حامد کرزي د ځای ناستي د برخلیک نه بلکه د افغانستان د بنسټونو ده.

هغه شمېرې چې د توپيرونو سبب شوې خورا لوړې دي.

تر شلو زرو د ډېرو رایو صندوقونه د افغانستان له ۳۳ ولایتونو څخه په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسون مرکز ته د لېږد بهیر لا روان دی.

په دغو بکسونو کې شاوخوا ۸ میلیونه رای پاڼې دي چې وڅېړل شي او مالومه شي چې مشکوکې رایې پکې شته اوکنه؟

په لومړیو دوو اونیو کې یواځې د زرو شاوخوا رایې بیا وڅېړل شوې، که څه هم ټاکل شوې وه چې دغه شمېر صندوقونه به په یوه ورځ کې وشمېرل شي. اوس که دغه بهیر ګړندی نه شي نو میاشتې وخت به ونیسي.

د صندوقونو لېږد اسانه کار نه دی او یوه ستر لوژستیکي عملیاتو ته اړتیا لري. نړیوال ځواکونه او ملګري ملتونه د دغو بکسونو د لېږد مسولیت لري چې د ولایتونو په رای مرکزونو کې خوندي دي.

لرې پراته او نا امنه مرکزونه

د رایو ځینو مرکزونو جغرافیایي موقعیت ته په پام سره دا بکسونه باید د هوا له لارې یووړل شي.

Image caption له هراته شاوخوا ۱۵۰۰ د رایې اچولو بکسونه کابل ته ولېږدېدل

دې ته په پام سره چې ځینې مرکزونه په غرنیو او نارامو سیمو کې دي، هغه باید په چورلکو او الوتکو کې ولېږدول شي.

نړیوال او افغان ځواکونه هم مسولیت لري چې دا بکسونه د سړکونو له لارې ولېږدوي او امنیت یې ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د دوی استازي به د ولسمشرۍ کاندیدانو استازي او کاروانونه بدرګه کړي.

کله چې دا بکسونه کابل ته ورسېږي دوی به د نړیوالو څارونکو په شتوالي کې څېړل کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سل څارونکې ډلې د اروپايي ټولنې له څارونکو، د ملګروملتونو له سلاکارانو او د دواړو نوماندانو استازيو سره په بیا ارزونه کې حاضر وي.

د بهیر تر سستوالي وروسته اوس پرېکړه شوې چې نورې ډلې وګومارلې شي او دا به اوونۍ وخت ونیسي.

د اروپايي څارونکو ډله چې د ارزونې په بهیر کې ښکېله ده، تر ټولو لویه ډله ده او ۲۴۰ تنه دي.

Image caption نوماندان ټینګار کوي چې نړیوال څارونکي او نړیوال ځواکونه باید د څار په هره برخه کې ښکېل وي

د ډلې نیمایي روزل شوې او په هغو کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادنو دیپلوماتان او امریکا متحدو ایالتونو د یپلوماتان دي.

د اروپايي ټولنې د څارونکو د ټیم غړی تېس بېرمان وایي، د افغانستان دولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رایو بیا ارزونه د نړۍ په لرو بر کې بې سارې ده.

کله چې دا بهیر پای ته ورسېږي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون به یې لاسلیکوي او وروستي پایلې به اعلانوي.

دواړو نوماندانو اعلان کړی چې د کمیسیون پرېکړو ته به غاړه ږدي او مني به یې.

د درغلیو څار

څارونکې ډلې د هغو درغلیو څار کوي چې دواړه کاندیدان وایي تر سره شوې دي. نوماند عبدالله عبدالله وایي دا درغلۍ مهنډسي شوې(په صنعتي کچه) تر سره شوې دي.

څارونکي په غور سره په بکسونو کې رایې ګوري او وروسته به دواړه پاڼې سره پرتله کوي یانې هغه پاڼه چې له ولایتونو څخه له بکسونو سره رسېدلې او دویمه پاڼه چې کابل کې د ملي شمېرنې مرکز ته استول شوې ده.

دواړه فورمې باید یو ډول وي.

Image caption د عبدالله عبدالله پلویانو لاریونونه وکړل او ادعایې کوله چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده

که چېرې یو ډول نه وې د دې مانا داده چې چا په کې لاسوهنه کړې او د رایو تر شمېرنې وروسته یې پایلې بدلې کړې دي.

د اندېښنې وړ هغه ادعاوې دي چې ویل کېږي څو ځلې رایې اچول شوي او یا په بکسونو کې ګوتې وهل شوې دي.

د ټاکنو په دویم پړاو کې په ځينو مرکزونو کې د خلکو شمېره خورا زیاته وه او دې هم اندېښنه راپورته کړې ده.

ښاغلي عبدالله تر هغه وروسته شک څرګند کړ چې سیال یې په ډېرو ولایتونو کې دوه او په ځېنو کې درې ځله زیاتې رایې وګټلې.

د خوست محاسبه

یوه بېلګه چې د عبدالله ټیم یې څرګندوي، د خوست ولایت دی چې په دویم پړاو کې اشرف غني احمدزي ته ورکړل شوې رایې درې ځله زیاتې شوې او په سلو کې ۹۷ ته ورسېدې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا د جون په ۱۴مه ټاکنو کې د ۵۵۶۰۰۰ کسانو له ډلې تر ۴۰۰۰۰ زیاتو خلکو رایه ورکړه.

د دغو شمېرو تر څنګ نورې سپړنې را برسېره شوې.

په ولسمشریزو ټاکنو کې افغانان کولی شي د هېواد په لرو بر کې په هر مرکز کې رایه ورکړي.

نو په بکسونو کې اچول شوې رایې په دې مانا نه دي چې هغه دې د همدې ولایت د اوسېدونکو رایې وي.

خلک کولی شي د امنیتي اندېښنو له کبله هغو ځایونو کې رایې ورکړي چې امنیت یې ښه دی.

د افغانستان په ختیځ کې د بي بي سي خبریال وایي، د خوست او پکتیکا په څېر ولایتونو کې د تېر ځل په پرتله د رایه ورکوونکو شمېره لوړه وه.

خو دغو ولایتونو ته له بهره د راتلونکو افغانان په شمېر کې چې رایه ورکړي، زیاتوالی نه دی لیدل شوی.

خو د بي بي سي خبریال دا هم وایي چې د اوسېدونکو د شمېر په اړه هم شکونه دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې کاروي.

دوی د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې پر شمېرو حساب کوي، خو د وګړو سر شمېرنه لسګونه کاله مخکې شوې ده.

په خوست کې د پوهنې وزارت شمېرې ښيي چې په دې ولایت کې ۲۸۰۰۰۰ زده کوونکي ښوونځيو ته درومي.

که چېرې یوازې د زده کوونکو شمېره همدومره لوړه وي، نو د دې ولایت نفوس به رښتیا هم د ۵۵۶۰۰۰ له رسمي شمېرې خورا زیات وي.

ځایي چارواکو د بي بي سي خبریال ته ویلي چې زیاته شونې ده چې د خوست نفوس له یوه میلیونه زیات وي.

که خبره رښتیا هم داسې وي نو دا به د ټاکنو د اعتبار په اړه بېل انځور وړاندې کړي.

بله مسله چې په خوست کې د رایه ورکولو په بهیر کې د خلکو زیاتوالی په ګوته کوي، د عبدالله عبدالله په اړه منفي تبلغاتي کمپاین دی.

د افغانستان په پښتني ګڼ مېشتو سیمو کې د بي بي سي خبریالان وايي، تر ټاکنو وړاندې قبایلي مشرانو له خلکو وغوښتل چې په ګڼ شمېر کې ښاغلي احمدزي ته رایه ورکړي.

دوی ویل چې په دې توګه د پښتانه اشرف غني احمدزي بري ته لاره هواره شي او د دوی په وینا د تاجک عبدالله عبدالله د بریالیتوب مخه ونیول شي.

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دواړو نوماندانو تر منځ جوړجاړی وکړ

اشرف غني احمدزی هم شک لري چې د ده سیال عبدالله عبدالله پلویانو درغلي کړې ده.

د ښاغلي احمدزي پلویانو ۱۸۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

دوی کوم ځانګړی ولایت نه دی ښوولی خو زیاتوي چې د ښاغلي عبدالله په پلوی هم یوه تن څو ځلې رایه اچول شوې ده.

د لومړنیو پایلو نه څرګندېږي چې د ښاغلي عبدالله په پلوی د رایو شمېر په ډېرو ځایونو کې د پخوا په څېر دی خو په نورستان کې بیا د ده په پلوۍ رایې په سلو کې له ۳۷ نه ۷۰ ته ختلې دي.

خو په دې برخه کې ښایي قانوني تشریح وي.

د ولسمشرۍ د لومړي پړاو نوماند عبدرب رسول سیاف پلویانو په ولایتونو کې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ.

دا به ډېره ګرانه وي چې د خوست او نورستان ولایتونو کې د نفوسو څرګند شمېر په نشتوالي او د رایه ورکولو د کارتونو د راجستر په برخه کې د ټاکنو د پایلو د نا څرګندتیاوو په اړه پایلو ته ورسېږو.

دا به د ټاکنو د کمسیون له پاره لویه دنده وي چې په هره رای پاڼه کې لاسلیک وګوري او یا هغه رای پاڼې ومومي چې په یوه قلم لیکل شوې وي.

خو افغانانو او نړیوالو ملګرو ته یې لویه دنده په مخکې ده. په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډېرې هڅې شوې دي چې نوي بنسټونه جوړ شي.

که له یوه افغان ولسشمره بل ته د واک سوله ییز لېږد تر سره شي نو دا به د دې څرګندويي وکړي چې افغانستان د پرمختګ پر لور لوی ګام اخیستی دی.

ورته مطالب