بدخشان کې د ميندو مړينه نيمايي ته ښکته شوې

Image caption ۱۲ کاله وړاندې د دغه ولایت د ۱۰۰ زرو میندو د زیږون پر مهال شاوخوا ۶۵۰۰ یې مړې کیدې خو اوس ۳۰۰ مري

د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان کې د روغتیا سیمه ییز چارواکي وايي په پام کې لري، چې په اتلسو ولسوالیو کې د روغتیا پالانو یا قابلو د روزنې پروګرامونه پیل کړي.

د زده کړو دغه پروګرام به دوه کاله وي، چې مالي ملاتړ یې د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره کوي.

که څه هم په دغه ولایت د پخوا په پرتله اوس د میندو د مړنيې کچه راټیټه شوې خو لا هم ګڼ شمیر میرمنې د میندوارۍ پر مهال مري. په سيمه کې د بي بي سي خبريال قربانعلي همزي وايي، بدخشان یو له هغو ولایتونو دی، چې د میندو د میړنې کچه په کې پخوا خورا لوړه وه، خو اوس دغه کچه د تیر په پرتله راښکته شوې ده.

په ۲۰۰۲ کال کې د یوې سروې له مخې، د دغه ولایت د ۱۰۰ زرو میندو د زیږون پر مهال شاوخوا ۶۵۰۰ یې مړې کیدې خو اوس دغه شمیر څه باندې ۳۰۰ ته راښکته شوی دی.

په بدخشان کې سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي د دغې کچې د راټیټیدو یو مهم لامل په دغه و لایت کې د روغتیا پالو یا قابلو روزل او په روغتیايي مرکزونو کې یې په دندو ګمارل ښودل شوي دي.

خو لا هم د روغتیايي مرکزونو لرې والی په ځانګړي ډول د میندو لپاره یوه لویه ننګونه ده.

بهارک هغه ولسوالي ده، چې د بدخشان د اوو ولسوالیو په منځ کې پرته ده او روغتیايي مرکز هم لري.

د دغه مرکز مشر ډاګتر عبدالشکور عظیمي وايي له لرو سیمو میندې د زیږون لپاره په ډیرو ستونزو دغه ځای ته ورځي.

''هغه میرمنې، چې ولادي ستونزې لري، له ډیرو لرو سیمو او ولسوالیو دلته راځي. يوازې په تیرو دریو میاشتو کې نژدې ۴۴ جدي ناروغانې، چې وینې ترې بهیدې او د زیږون اوږدمهالې ستونزې یې لرلې، دلته راغلې وې''.

خو له دې ستونزو سره سره، د روغتیا پالانو د روزنې پروګرام په دغه ولایت کې د میندو د مړینې د کچې راټیډو یواځینی لامل بلل کیږي.

د روغتیا پالانو د زدګړو پروګرام همغږې کوونکې فرزانه درخانۍ وايي اوس په پام کې لري، چې د روغتیا پالانو زده کړو پرواګرامونو لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.

''د میندوارو میرمنو د مړنې د راکموالي یوازنی لامل د روغتیا پالانو روزنه ده، نو ځکه اوس په پام کې لرو چې د قابلو د زده کړو پروګرامونه لرو ولسوالیو ته هم وغځوو. ځکه هلته نور روغتیايي کارکونکي نشته''.

نصیره کریمي، چې د قابلو له زده کړو فارغه شوې او اوس د بهارک ولسوالۍ په روغتیايي مرکزې کې کار کوي، يو شمېر مېرمنې له ميندوارۍ مري:

''یوه میرمن د د اینګان وه، هغې پنځه ورځې درد تیر کړ او په شپږمه ورځ یې رحم وچاودید. پور یې پرې کړ او بیرته یې کور ته یوړه''.

که څه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي، د روغتیا په برخه کې تر څه حده په کلیوالو سیمو کې د قابلو له خدمتونو راضي بریښي، خو لا هم افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې راځي، چې د ناامنیو، بې سوادۍ او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسی له کبله، د مېندوارو مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په کې تر حده لوړه ده.

ورته مطالب