غور کې وسلوالو ۱۴ کسان په ډزو وژلي دي

Image caption دا پېښه د چغچران په ۲۵ کيلومترۍ کې د بادګاه په سيمه کې شوې ده

د افغانستان له لويديځ نه راپورونه وايي، چې وسلوالو کسانو د غور ولایت له مرکز چغچران نه ۲۵ کيلومتره لرې ۱۴ کسان په ډزو وژلي دي.

د غور والي سيد انور رحمتي وايي وسلوالو نيمه شپه درې مساپر وړونکي فلاينګوچ موټر چې له چغچران نه د کابل پر لوري روان وو، درولي او خلک يې ترې ښکته کړې دي.

ښاغلی رحمتي وايي په وژل شويو کسانو کې يوه ناوې، د هغې خور، مور او زوم هم شامل دي.

دی وايي دا پېښه د مرکز چغچران په ۲۵ کيلومترۍ کې د 'بادګاه' په سيمه کې شوې ده.

د ښاغلي رحمتي په خبره وسلوالو دغه مسافر د پېژند پاڼې له مخې په دوو ډلو وېشلي او هغه چې (هزاره) قوم ته منسوب وو، وژلي يې دي.

دی زياتوي نور مسافر خوشي شوي او اجازه ورکړای شوې چې سفر وکړي.

د غور والي وايي: ''دغو مساپرو، چې د اختر په مناسبت کابل او بامیانو ته تله، د شپې ۱۲ بجې له دغه ځایه سفر پیل کړ، وروسته دغه درې فلاینګ کوچ ګاډي درول شوي، د هر مساپر نوم او تذکرې په اړه پوښتنه شوې او ۱۴ کسان هلته شهیدان شوي دي، چې درې ښځې او ۱۱ نارینه په کې شامل دي، یوه په کې ناوې ده، د ناوې مور ده او خور یې ده او یو هم زوم دی، یانې له یوې کورنۍ دغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي''.

د غور والي وايي ناوې، زوم او د هغوی کورنۍ د چغچران ښار وو، پنځه کسه نور د دايميرداد، يو يو کس د پنجاب او يکاولنګ او يو کس د پوځي اکاډمي محصل وو چې د پسابند و او غوښتل يې اختر په کابل کې تېر کړي.

که څه هم د دغو وژنو کره انګېزه لا نه ده څرګنده، خو د غور والي انور رحمتي وايي د دغو مساپرو د وژنې عاملين ځايي طالبان دي.

خو طالبانو تر اوسه د غور د والي د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

دی وايي دغې ډلې تر دې وړاندې د چارسدې پر ولسوالۍ بريد کړی و، خو و نه توانېدل چې دغه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د دغه چارواکي په خبره دا چې طالبان په وروستيو کې په غور کې په خپلو فعاليتونو کې پاتې راغلي، نو ويې غوښتل چې د دغو کسانو په وژنه خپل حضور وښيي.

ورته مطالب