مسعود: عبدالله دې پر ايتلافي حکومت ټينګار نه کوي

د انځور حقوق FB
Image caption احمد ضيا مسعود د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د نوماند اشرف غني احمدزي ترڅنګ ودرېد

د ولسمشرۍ ټاکنو د مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي د ټاکنیز بنسټ یوه غړي احمد ضیا مسعود له بل نوماند عبدالله عبدالله وغوښتل چې پر ایتلافي حکومت دې ټینګار نه کوي.

ښاغلي مسعود وویل چې ګواکې ایتلافي حکومت به افغانستان له کړکیچ سره مخامخ کړي.

د نوموړي په وینا بایلونکې ډله باید د بهرنیو د فشارونو له لارې ځان په نورو ونه تپي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، ښاغلي مسعود د ښاغلي عبدالله ټاکنیز بهیر پر دې هم تورن کړی چې ګواکې ملي جوړښت نه لري.

احمد ضیا مسعود د ملګرو ملتونو، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او دواړو نوماندانو هوکړې او جوړجاړي ته په خپل لومړي غبرګون کې وویل چې د ایتلافي حکومت مخالف دی.

د دغې هوکړې پر بنسټ به ګټونکی نوماند ولسمشر او بایلونکی هغه د حکومت د اجرايي برخې مشر وي.

ښاغلي مسعود وویل چې یوازې ولسمشر باید په افغانستان کې سیاسي واک ولري او ټینګار يې وکړ چې د موازي حکومت لپاره هڅې به هیواد بې ټیکاوه کړي.

ده وويل: ''د اصلاحاتو او همګرایی له مشرانو مې غوښتنه دا ده چې د ایتلافي حکومت په جوړولو دې ټینګار نه کوي، ځکه دا د دغه هیواد په ګټه نه دي، له دې سره هیواد د کړکیچ په لورې بیايي، دا هم ضروري خبره نه ده چې بایلونکې ډله په لوی لاس، هغه هم د بهرنیانو په فشار په هغه سیاسي جوړښت کې چې موږ یې جوړوو ځان وټومبي''.

ښاغلي مسعود داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې د دواړو نوماندانو تر هوکړې مخکې د اشرف غني ټاکنیزې ډلې د اجرايي حکومت د مشرتابه څوکۍ د نوموړي په نامه کړې وه.

خو د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز بنسټ یوه ویاند فیض ذکي بي بي ته ویلي دي چې دا خبرې د دوی د ټاکنیزې ډلې د اند څرګندويي نه دي بلکې شخصي نظر دی.

ښاغلی مسعود یو ګام نور هم مخکې لاړ او تور یې پورې کړ چې ګواکې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د افغانستان د ټولو قامونو استازیتوب نه کوي.

د انځور حقوق non
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړتوب اشرف غني او عبدالله عبدالله موافقه کړې چې که يو ولسمشر وي بل به اجراييوي مشر وي

خو د ښاغلي عبدالله د ډلې یوه ویاند فضل الرحمان اوریا د ښاغلي مسعود خبرې د اشرف غني احمدزي پر وړاندې د دریدو په مانا وبللې او د هغه له ټاکنیزې ډلې یې وغوښتل چې خپل رسمي دریځ پر ډاګه کړي:

''زموږ په ډله کې تاجکان، پښتانه، هزاره او ازبک ټبرونه او د اسماعیلیه فرقې خلک ټول شته، د اصلاحاتو او همګرایی په ډله کې داسې څوک موږ نه دي لیدلي چې د تاجکانو د ګټو ممثل وي، هغه څوک چې د اصلاحاتو او همګرایی په ډله کې د ستر ټبر ازبکانو استازیتوب وکړي، هغه څوک دي موږ خو نه دي لیدلي''.

هغه خبرې چې د ټاکنو د لارې د خنډونو د پورته کولو په هیله یو شمیر بهرنیو او کورنیو بنسټونو او شخصیتونو په ښکاره او د پردې تر شاه کړي دي، ښاغلی مسعود یې د افغانستان د ملي ګټو په ضد بولي.

هغه د هیواد لپاره پرته د ټاکنو له غوراوي بله هره لاره مردوده وبلله.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیزې ډلې دغه غړي ژمنه وکړه که دوی بریالي شي،له دریو تر څلورو میاشتو پورې موده کې به د لویو لارو، قضايي جوړښتونو، پوهنې او نورو برخو کې د لمس وړ نوښتونه وکړي.

ورته مطالب