خلیلزاد: د ملي یووالي حکومت اصلاحات ګواښلی شي

په ملگرو ملتونو، عراق او افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد وايي که اصلاحاتو ته تاوان وانه وړي نو گډ حکومت په افغانستان کې ښايي گټور تمام شي. ښاغلي خليلزاد له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې پر دې ټينگار کاوه چې د ولسمشرۍ ټاکنو مشروعيت بايد ومنل شي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني سفیر په وینا په افغانستان کې د دیموکراسۍ بهیر لا هم نه دی بشپړ شوی او د دې سیستم غښتلتیا وخت ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي په افغانستان کې جګړییز حالات دي او دیموکراسي هم تنکۍ ده خو بیا هم په دې هېواد کې زیات پرمختګ شوی دی.

د ده په ګومان باید سیاسي ډلې یو بل ته درنښت وکړي او یو بل ومني، د قانون په پله ولاړ شي او د قانون حکومت رامنځ ته شي.

د پخواني دیپلومات په وینا، نوی حکومت باید د قانون د پلي کولو له پاره کار وکړي او په افغانستان کې د بریالیتوب له پاره اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د هغه په ګومان اوس د افغانستان له پاره عبوري وخت دی او افغانان لا هم اندېښنې لري چې هېواد شاته تګ ته اړ نه شي.

ښاغلي خلیلزاد وویل، امریکا له پيله نه غوښتل چې په افغانستان کې له جنګسالارانو سره ځيږ او نظامي چلند وکړي خو د هغو کمزوري یې غوښته او موخه یې داوه چې په دې توګه مرکزي حکومت غښتلی شي. د امریکا هیله دا وه چې دغه جنګسالاران په یوه نوي چوکاټ کې خپل عملونه بدل کړي.

هغه زیاته کړه د ولسمشر کرزي په ګډون ځينو له امریکا غوښتل چې د جنګسالارانو په وړاندې له ځواکه کار واخلي خو دا چې دوی له امریکا سره د طالبانو پر ضد جګړه کې مرسته کړې وه، نو نه یې غوښتل چې پر ضد یې جګړه وکړي.

دی وایي، امریکا جنګسالارانو ته وخت ورکړی و چې خپل کړه وړه بدل کړي او اوس افغان حکومت دا ځواک لري چې جنګسالاران وځپي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، په وروستیو کې په دغه هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لانجې له امله متحدو ایالتونو منځګړتوب وکړ او د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته ولاړ. په دې توګه د ټاکنو په بهیر کې رامنځه ته شوی کړکیچ حل شو.

نوموړی وایي د ملي حکومت جوړول دا ګټه هم لري چې ګټونکی ولسمشر پوره مشروعیت ولري او هغه د دې واک هم لري چې په راتلونکي حکومت کې بایلونکي کاندید ته هم ځای ورکړي.

هغه وایي د ملي یووالي حکومت د افغانستان د کړکېچ خلاصون ته ګټور دی خو خطر یې دا دی چې اصلاحاتو ته ګواښ پېښولی شي او اړین اصلاحات له خطر سره مخامخ کولی شي.

د طالبانو د ګواښ په اړه ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، هغوی تر هغو افغانستان ته ګواښ دي چې تر څو بدل شوي نه وي او د قانون او سیاست په چوکاټ کې خپل هدفونه ونه لټوي. خو د ده په وینا ستونزه یوازې طالبان نه دي بلکه فساد، بډې، بې وزلي او د قانون نه پلي کول هم د هېواد لویې ستونزې دي.

د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو په اړه زلمي خلیلزاد وویل په تېرو ۱۳ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې وې خو د هغو د حل له پاره نوموړی دوې حل لا رې لټوي.

لومړی دا چې افغانستان باید هڅه وکړي د امریکا او بهرنیو مرستو پر مټ په پوځي او اقتصادي برخه کې پر مختګ وکړي او بیا به پاکستان هم پوه شي چې له یوه غښتلي ګاونډي سره سروکار لري.

دویمه دیپلوماتیکه او سیاسي حل لاره ده چې دواړه هېوادنه باید ورته پام وکړي.

د نوموړي په وینا پاکستان اوس خپلې بېلابېلې ستونزې لري او که په دې پوه شي چې افغانستان یو غښتلی هېواد دی او د خپل هېواد ستونزې په خپله حلولی شي نو دې ته به لېوال وي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډېتوب اړيکي وپالي، خو دا به وخت ونیسي.

دی وایي، کله چې په افغانستان کې د امریکا سفیر و دا خبره يې کوله چې باید پر پاکستان فشار راوړل شي چې په افغانستان کې د ستونزو جوړولو پر ځای همکارۍ ته مخه کړي خو د ده په وینا افغانستان باید په خپله ځان د خپلو ستونزو حل ته چمتو کړي.

د زلمي خلیلزاد په باور افغانستان باید له امریکا او نورو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي چې په دې برخه کې حل لارو ته ورسېږي.

ورته مطالب