د افغان غاليو د صنعت غوړېدو لپاره نوې هڅې

Image caption نژدې پنځه سوه د غالیو صادرونکي د دغه بنسټ، چې غالیو ته په بهر کې بازار موندي، غړیتوب لري

په اروپا، امریکا او نورو هیوادنو کې د افغان غالیو لپاره د بازار موندنې په موخه افغان حکومت نوی بنسټ جوړ کړی دی.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، دغه بنسټ د روزنیزو پرواګرامونو له لارې هغو کسانو ته نوې لارې چارې ور زده کوي، چې غالۍ اوبي.

د افغانستان د غالیو صادرات په تېرو څو کلونو کې پرله پسې لوړ شوي، خو د دغه صنعت کارکونکي له افغان حکومت غواړي، چې دوی سره په دغه صنعت کې لا ډیرې مرستې وکړي.

نژدې ۵۰۰ د غالیو صادرونکي د دغه بنسټ، چې غالیو ته په بهر کې بازار پيدا کوي، غړیتوب لري.

د افغانستان د غالیو د لوړ بنسټ په نوم، د دغې موسسې مالي لګښت دامریکا پراختیايي اداره ورکوي، چې موخه یې اورپا، امریکا او نورو هیوادنو کې د افغانستان په نوم د افغان غالیو د صادراتو لوړول دي.

د دغې موسسې مشر، عصمت ګلستانی وايي، چې دوی به افغان غالیۍ اوبدونکو ته تخنیکي زده کړې برابروي.

دغه بنسټ پر داسې مهال د افغانستان په نوم بهرنیو هیوادونو ته د افغان غالیو د صادرلو د لوړولو هڅه کوي، چې د رپوټونو له مخې د افغانستان د غالیو ډیره برخه د نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان په نوم په نړۍ کې پلورل کیږي.

د افغانستان یو شمېر غالۍ اوبدونکي وايي، پاکستان په خپل هیواد کې افغان قالین اوبدونکو ته زياتې اسانتیاوې برابرې کړې او له همدې امله ډیر افغانان د غالیو په برخه کې هلته پانګونه کوي.

ویل کیږي، پاکستان د نړۍ نورو هیوادونو ته د افغان قالینو د صادرولو له لارې میلیونه ډالره عاید تر لاسه کوي.

خو په ورته وخت کې افغان چارواکي وايي، هڅه کوي د لګښتونو په راکمولو سره افغان پانګوال وهڅوي چې د غالیو په برخه کې د پاکستان پر ځای په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې دافغانستان د قالینو صادرات لوړ کړي.

ورته مطالب