نورستانی: 'نوماندان باید ټاکنیز معیارونه ومني'

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څارونکي د ټاکنو له کمیسیون، د نوماندانو او د مدني ټولنې له استازو سره یوځای کار کوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کابل کې خبریالانو ته وویل، د رایو بیا شمېرنه، چې د اختر د رخصتیو پخاطر ځنډول شوې وه، د راتلونکې شنبې پر ورځ (زمری ۱۱) پیلېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، نوماندانو په اصولو کې ټاکنیز معیارونه منلي او په عملي کولو کې یې ''مجبور او مکلف '' دي:

''نوماندانو په اصولو کې موافقه کړې، چې د ټاکنو۱۱ مادې به مني، ملګرو ملتونو ۵ مادې د نړۍ له غوره ټاکنو اخیستې. اوس د رایو د ابطال او چک لیست لپاره ۸ نور معیارونه د دوی په غوښتنه اضافه شوي، موږ تصویب کړي دي. نوماندان مجبور او مکلف دي، چې دغه معیارونه ومني؛ ځکه چې م. م موږ ته رسماً لیکلي چې دوی په اصولو کې پر دې موافقه کړې او خپله ژمنتیا باید وساتي''.

ښاغلي نورستاني وویل، د راتلونکې شنبې له ورځې به له معیارونو سره سم، د چک لیستونو نوې تګلاره پیل کړي، چې په وینا یې په دوو شیفټونو کې به د رایو ارزونې لپاره اته ساعته سل سل ټیمونه کوي.

نوموړي دا هم وویل، که چېرې اړتیا وي، د ارزوونکو ټیمونو شمېر ۱۲۰ ته لوړولی شي:

د انځور حقوق
Image caption د کمیسیون مشر وايي تر هغې چې دواړه ډلې د رایو د پایلو پر پاڼو د هغو لاسلیکونو پر سر سلا نه شي، دغه بهیر به ټکنی وي.

''د راتلونکې شنبې پر ورځ د چیک لیستونو تګلاره عملي کوو، موږ د تفتیش لپاره په دوو شیفټونو کې سل سل ټیمونه لرو، چې هر شیفټ به اته ساته کار کوي، که اړتیا وي، موږ په هر شیفټ کې ۱۲۰ ټیمونو جوړولو ته هم تیار یو''.

بل خوا، په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یونما) مشر یان کوبیش خبریالانو ته وویل، د رایو بیا ارونې د بهیر هر راز ځنډول د هېواد پر سیاسي او اقتصاد وضعیت ناوړه اغېز کوي او رای شمېرنه باید پر ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.

یان کوبیش وویل ''اوږه په اوږه کار که څه هم ستونزمن دی، خو د رایو ارزونې لپاره ډېر مهم دي، دا کار موږ ته د رایو ارزونې او د ښو پایلو تراسه کولو لپاره قانوني چوکاټ راکوي ''.

هغه وویل، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څارونکي د ټاکنو له کمیسیون، د نوماندانو او د مدني ټولنې له استازو سره یوځای کار کوي:

د انځور حقوق
Image caption د رایو بیا ارزونې بهیر له پیل راهیسې څو ځلې ځنډول شوی دی

''موږ د هېواد قوانینو او ټاکنیزو بسنټونو ته درناوی کوو او له نړیوالو څارونکو سره په ګډه د ټاکنیزو کمیسیونونو کار ستایو. پرون د کمیسیون فیصله مهمه ځکه وه؛ چې موږ او کمیسیون ډاډ درکوو، له ټاکنیزو ټیمونو سره یوځای به په شفاف ډول درغلې رایې وباسو او هره پاکه رایه به له ناکاپې رایې بېله او بېرته وشمېرل شي''.

وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي وو، د دوو نوماندانو د هوکړې په سند کې د پارلماني نظام د جوړولو په اړه موافقه نه ده شوې.

د ټاکنیزو ډلو غبرګونونه

پر همدې مهال، د دواړو ټاکنیزو ډلو غبرګونونه بېل دي.

د تحول او تداوم ټاکنیزې ډلې یوه غړي صدیق پتمن بي بي سي ته وویل، مخکې د ټاکنو د تفتیش په اړه طرحه د دواړو ټاکنیزو ډلو له خوا د ملګرو ملتونو دفتر ته سپارل شوې وه.

نوموړی وايي، دغه طرحه ملګرو ملتونو د ټاکنو له کمیسیون سره شریکه کړې وه، چې د افغانستان د ټاکنیزو قوانینو پربنسټ دغه طرحه وړاندې شي.

دی وايي، ټاکنیز ټیم یې د افغانستان د سیاسي ثبات او ملي ګټو پخاطر دا ومنله، چې د ټاکنیزو قوانینو پربنسټ دغه جوړه شوې طرحه د رایو په تفتیش کې کارنده رول ولوبوي.

خو د اصلاحاتو او همګرايي ډلې یوه غړي احمد بهزاد بي بي سي ته ویلي، چې دوی ته په دې نوې تګلاره کې پام نه دی شوی.

ورته مطالب