افغان حکومت د سیګار وروستی راپور رد کړ

Image caption سیګار: له افغانستان سره ۱۰۴میلیارده ډالره مرسته شوی

افغان حکومت، د افغانستان بیا رغاونې د څار امریکايي بنسټ، سیګار راپور رد کړی . افغان حکومت وايي، چې دغه هېواد یوازې ۱۸ سلنه بهرنۍ مرستې تر لاسه کړې دي.

سیګار په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، چې متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ میلادي کاله تر ۲۰۱۳ کال پورې له افغانستان سره نژدې ۱۰۴ میلیارده ډالره مرسته کړې ده، سیګار دا کچه تر هغې لوړه بولي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۶ اروپايي هېوادونو د بیارغاونې مارشل پلان ته ځانګړې شوې وه.

سیګار په خپل راپور کې اندیښنه ښوولې او ویلي یې دي، چې د حساب کتاب د یوه راڼه سیستم نشتوالی او پراخ فساد د دې لامل شوي چې پروژې له ماتې سره مخامخ شي.

مصطفی سالک په خپل رپوټ کې لیکي، د سیګار د وروستي راپور له مخه په تیرو ۱۳ کلونو کې افغانستان سره د امریکا د شویو مرستو کچه نژدې له هغو مرستو سره برابره ده ، چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپايي هېوادونو د مارشل پلان پلي کولو ته ځانګړې شوې وه، په دومره توپیر چې هغه مهال ډالر د اوس په پرتله لوړ ارزښت درلود.

سیګار بل توپیر دا ښيي چې د اروپا د مارشال پلان د پلي کولو لپاره د بودیجې هغه برخه نه وه لګول شوې، چې ودانیزو چارو او د پوځ او پولیسو بیا رغاونې ته ځانګړې شوې وه، خو په افغانستان کې بیا دغو چارو لومړیتوب درلود، سیګار ویلي، چې په افغانستان کې د امنیت خوندي کولو، د ښې حکومتولۍ د رامنځ ته کولو، او د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا په هیله ۱۰۴ میلیارده ډالر لګول شوي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال افغانستان له خپل هېواد سره ۱۰۴ میلیارده بهرنۍ مرسته رد کړه، او یوازې ۷۳ میلیارده ډالره یې ومنله، چې وايي، له دې ټولګې یې هم یوازې د ۱۸ سلنې مرستې د لګښت واګی په لاس کې لرلې.

سیګار وايي، چې دغه مرستې د حساب کتاب د یوه راڼه سیستم د نشتوالي، د اړینو تګلارو د نه برابرولو، نامنۍ او فساد له کبله بې اغیزې شوي دي، خو ښاغلي ارغندیوال وايي چې په فساد کې د بهرنیو ښکیلتیا د ډیر فساد لامل شوې ده.

تردې مخکې هم په دې برخه کې افغانستان پر نړیوالو، او بهرنیو هیوادونو پر افغان حکومت د فساد تورونه پورې کړې دي، خو د څار یو شمیر نړیوالو بنسټونو چې د روڼاوي نړیوال سازمان هم په کې راځي افغانستان یو له هغو هېوادونو بللی چې د فساد کچې کې لوړه ده.

ورته مطالب