دایکندي کې یوه مېرمن په چړې وژل شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د وژل شوې مېرمنې مېړه، چې د دغه قتل شک پرې کېږي، تښتېدلی دی

دایکندي ولایت کې پر یوې مېرمنې د چاقو ۲۰ ګوزارونه شوي او وژل شوې ده، داسې ګمان کېږي چې دغه مېرمن د مېړه له خوا وژل شوې.

د افغانستان بشري حقونو کمېسیون د وژنې دغه پېښه د پت په نامه وژنه بولي.

د وژل شوې مېرمنې مېړه، چې د دغه قتل شک پرې کېږي، تښتېدلی دی.

دغه ولایت کې د بشري حقونو فعالان وايي، د روان کال اوږدو کې دغه ولایت کې له ښځو سره د زور زیاتي کچه زیاته شوې ده.

نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې وايي، دایکندي ولایت کې کورنۍ ستونزې د یوې بلې مېرمنې د وژل کېدو سبب شوې، دغه پېښه د دایکندي مرکز ته څېرمه یوه کلي کې شوې.

دغه ولایت کې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشر جواد دادګر بي بي سي ته وویل، چې پر دغې ښځې د چاقو ګوزارونه شوې او وژله شوې ده، نوموړی دغه وژنه د پت په نامه وژنه بولي.

د دایکنډي ولایت مرکز سرمه سنګ کلي یوه ۳۲ کلنه مېرمن، د خپل مېړه له خوا په بې زړه سوي توګه په چاقو وژله شوې ده، البته د بشري حقونو د ولایتي دفتر معلومات ښیي، چې دغه وژنه د کورني تاوتریخوالي پایله کې رامنځته شوې او دغه راز د دایکندي مرکزي روغتون چارواکي وايي، چې د وژلې شوې ښځې پر بدن د چاقو له ۲۰ ډېر ټپونه موجود وو.

مسوولین د دغې پېښې په باب څېړنې کوي او دغه پېښه د روان کال په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي او د پت په نامه وژنو یوه ډېره ناوړه پېښه ده. د وژل شوې ښځې مېړه تښتېدلی دی.

افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعین وايي، داسې ډېر لږ کېږي، چې له ښځو سره زور زیاتي کونکو او خاص ډول د ښځو وژونکو ته دې د خپلو کړنو سزا ورکړله شوې وي. رپوټونه کې ویل شوي، چې دایکنډي کې هم د افغانستان د نورو سیمو په څېر له ښځو سره زور زیاتی په ډېرېدو دی. دایکنډۍ کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر مشره وايي،"د سږ کال له پیله تر اوسه چې زه له تاسې سره خبرې کوم، له ښځو سره د زور زیاتي له ۱۱۲ ډېرې پېښې ثبت شوې دي". د افغانستان دغه مرکزي ولایت کې د ښځو حقونو مدافعین له ښځو سره د زور زیاتي پېښو ډېرېدو له کبله اندېښنه ښيي او وايي، که له ښځو سره د زور زیاتي عاملین د خپلو کړنو سزا ورنه کړله شی، داسې وېره شته، چې دغه ډول پېښې نورې زیاتې شي.

ورته مطالب