"ټاکنیز بهیر اوږدېدا ملي اقتصاد اغېزمن کړی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنیز بهیر د اوږدېدا له کبله ګڼ شمیر افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویلي دي چې د ټاکنیز بهیر اوږدېدا لامل شوې چې ۲۵ سلنه ګمرکي عواید او ۱۰ سلنه د رالیږدونکې سوداګرۍ عواید کم شي.

اړوند چارواکي وايي چې دې چارې پر ملي اقتصاد، او عادي بودیجه ناوړه اغیز کړی خو هغه اوازې یې رد کړې چې ګواکې حکومت خپلو کارکونکو ته د معاشونو د ورکړې توان بایللی دی.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني بي بي سي ته ویلي دي چې تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې یې د دولتي مامورانو د معاشونو غم خوړلی دی.

له کابل زموږ خبریال مصطفی سالک په خپل رپوټ کې لیکي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنیز بهیر اوږدیدا په دغه هېواد کې نژدې د ژوندانه ټول ډګرونه اغیزمن کړي دي.

ښاغلي جیلاني وویل سږ کال یې هدف دا ټاکلی و چې ۷۱ میلیارده افغانۍ کورني عواید به ټولوي خو وايي اوس دا کچه ایله ۵۸ میلیاردو افغانیو ته رسېږي چې ۱۱ سلنه کمښت په ګوته کوي.

نوموړی وايي چې دا پر ملي بودیجه ناوړه اغیز کوي.

ښاغلي جیلاني هغه راپورونه هم تشې اوازې وبللې چې ګواکې په عادي بودیجه کې د کسر له کبله حکومت دولتي مامورانو ته د معاشونو د ورکړې توان بایللی او یا یې هم بایلي.

دولتي مامورانو ته د عادي بودیجې له همیانۍ معاشونه ورکول کیږي.

سږ کال د افغانستان ټوله ملي بودیجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وه چې له دې ټولګې بیا ۲۸۰ میلیارده افغانۍ عادي او پاتې ۱۴۸ میلیارده افغانۍ پرمختیايي بودیجه وه.

عادي بودیجه تر ډیره له کورنیو عوایدو او پرمختیايي هغه ټوله له بهرنیو مرستو رغیدلې ده.

چارواکي وايي چې د پرمختیايي بودیجې په برخه کې هم سږ کال له ۲۱ میلیارده افغانیو کسر سره مخامخ دي چې په وینا یې حکومت یې لا تیر کال وړاندوینه کړې وه.

مالیې وزارت وايي چې د ټاکنیز بهیر اوږدیدا د یو شمیر پرمختیايي پروژو د دریدو او د بهرنیو بنسټونو د کارونو د کمزوري کیدو لامل شوی هم ده.

له دې کبله ګڼ شمیر افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. چارواکي خبرداری ورکوي چې ټاکنیز بهیر څومره پسې اوږدیږي، پر ملي اقتصاد به یې ناوړه اغیز لا پسې ډیریږي.

د افغانستان د مالیې وزارت داسې مهال په ملي بودیجه کې د کسر خبره کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش دټاکنو د دویم پړاو د رایو د شمیر په برخه کې د توپیرونو او ځنډ په اړه ویلي وو چې دا به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغیز وکړي.

ورته مطالب