روزګان کې یوې پېغلې ځان وژلی

Image caption دا لومړی ځل نه دی چې په روزګان کې دا ډول پېښه رامنځته کیږي.

د افغانستان روزګان ولایت چارواکي وایي، په مرکز ترینکوټ کې یوې شپارلس کلنې نجلۍ د نباتي ناروغیو ضد درملو په خوړلو سره ځان وژلی دی.

چارواکو د دغې نجلۍ نوم شافعه یاد کړی دی.

د روزګان د جنایي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر ګلاب خان وای، یو کس غوښتل چې نوموړې نجلۍ د شتمنۍ د تر لاسه کولو په موخه خپل زوی ته په نکاح کړي.

ښاغلی ګلاب خان وایي، د شافعې پلار دوه کاله وړاندې مړ شوی و او ټوله شتمني يې همدې نجلۍ ته پاتې شوې وه.

ځینې راپورونه ښيي هغه کس چې غوښتل یې شافعه خپل زوی ته په نکاح کړي د نجلۍ سکه تره دی.

د روزګان چارواکي وایي ددې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې په روزګان کې دا ډول پېښه رامنځته کیږي.

په دغه ولایت کې بشر پالانو لا له وړاندې له ښځو سره پر ناسم چلند او د دوی د ژوند د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دا په تېره یوه اونۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښه ده چې د رسنیو له خوا خپریږي.

څو ورځې وړاندې په دایکندي ولایت کې پر یوه مېرمنه د چړې ۲۰ ګوزارونه شوي وو او وژل شوې وه.

داسې ګمان کېږي چې دغه مېرمن د مېړه له خوا وژل شوې.

څو ورځې وړاندې، په دایکندي ولایت کې پر یوې مېرمنېد چاقو ۲۰ ګوزارونه شوي او وژل شوې وه، داسې ګمان کېږي چې دغه مېرمن د مېړه له خوا وژل شوې.

دوه کاله وړاندې، د افغانستان په غزني ولایت کې یوې نجلۍ په کانکور ازموینه کې د پاتې راتلو له کبله ځان وژلی و.

د جاغوریو ولسوال ظفر شریف ویلي وو، دا نجلۍ طیبه نومېده، چې څلور کاله وړاندې ددې ولسوالۍ د نجونو له یوې لېسې فارغه شوې وه.

ورته مطالب