کابل پوځي اکاډيمۍ کې امریکايی جنرال وژل شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال ګرین د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکا پوځ لوړپوړی وژل شوی جنرال دی

امریکايي چارواکو ویلي د افغان ملي اردو په یونيفورم کې یو سړي د په کابل کې د ملي اکاډيمۍ په انګړ کې یو امریکايي جنرال وژلی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، دا د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکا پوځ کې تر ټولو لوی وژل شوی امریکایی جنرال 'هیرلډ ګرین' دی.

په دغه برید کې ۱۵ نور کسان ژوبل شوي دي چې ویل کېږي نیمایي امریکایان دي. په وژل شویو کې یو جرمنی جنرال هم دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې برید کونکی هم په ډزو وژل شوی دی.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې دا په افغانستان کې تر ټولو لوړ پوړی امریکايي جنرال دی چې وژل کېږي.

خو د لوی درستیز د عملیاتي چارو مشر جنرال محمد افضل امان بي بي سي ته وویل، چې په دغه پيښه کې د د دغې پوځي اګاډبمۍ د قومندان په ګډون درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، چې دبهرنیو سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري خو وايي چې د پيښې پرمهال بهرني سرتیري هم په ساحه کې حاضر و.

په ورته وخت کې د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو یوه ویاند د یوې اعلامیه په خپرولو پېښه تایید کړې، چې په وینا یې پېښه کې یو ولسي افغان او ایساف سرتېري ښکېل وو.

ایساف وايي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده، چې بیا وروسته به یې په اړه جزییات خپاره کړي.

د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو یوه ویاند د یوې اعلامیه په خپرولو پېښه تایید کړې، چې په وینا یې پېښه کې یو ولسي افغان او ایساف سرتېري ښکېل وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر پېښې وروسته په اکاډيمۍ کې امنیت لانور ټینګ شوی
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر دغې پوځي اکاډيمۍ نژدې ۴۲ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې برتانیا یې ورکوي.

د افسرانو د روزنې دغه پوځي اکاډيمي په تېر اکتوبر کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.

دغه پوځي اکاډيمي د برتانیا د سنډهرټ اکاډيمۍ په څېر یوه نمونه ده، د روان کال تر پایه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان کې د برتانوي پوځي حضور یوازېنی مرکز وي.

دغه پوځي اکاډیمي په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدا وروسته جوړه شوه.

افغان چارواکي وايي، په دې اکاډيمۍ کې به د سندهرست په شان ۱۰ سلنه ښځینه افسرانې هم روزل کیږي او په وینا یې د جوړولو په کار به یې ۴۲ میلونه ډالر لګول کیږي.

پر دغې پوځي اکاډيمۍ نژدې ۴۲ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې برتانیا یې ورکوي.

ورته مطالب