د افغان چارواکو وړتیا لوړولو پروګرام

د انځور حقوق idlg.gov.af
Image caption د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو او مرکزي اسیا پوهنتون ترمنځ د افغان چارواکو د زده کړو لپاره یو پریکړه لیک لاسلیک شو

په اداري او حکومتي چارو کې د ظرفیتونو لوړولو لپاره د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو او په قرغزستان کې مرکزي اسیا پوهنتون ترمنځ یو تفاهم لیک امضا شوی، چې له مخې به یې په هېواد کې دننه، سیمه ییزو چارواکو ته روزنه ورکوله کېږي.

افغان چارواکي وايي غواړي لوړ پوړو چارواکو ته هم په همدې پوهنتون کې د لنډ مهاله او اوږد مهاله زده کړو زمینه برابره کړي.

زموږ همکارنورمحمد سعید په رپوټ کې لیکي: د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اداري چارو کې د ظرفیتونو لوړولو لړ کې د ځايي چارواکو روزنې په موخه د اغاخان پراختیايي ادارې په چوکاټ کې له مرکزي اسیا پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ویاند تواب غورځنګ په وینا د دغه پروګرام لړ کې به کورني روزونکي د زده کړو لپاره ډېر ژر له هېواده بهر ته ولېږل شي. د دغه پروګرام له مخې به په لومړي سر کې ولسوالانو ته د اړوندو چارو لړ کې روزنه ورکوله کېږي، چې د چارواکو په وینا وروسته به د روزنې دغه لړۍ ان تر لوړپوړو چارواکو پورې هم ورسيږي.

د افغانستان یو شمېر ولسوالانو ته همدا اوس په هند کې هم د چارو سمبالښت لپاره لنډ مهاله روزنه ورکول کېږي، خو چارواکي وايي نوی پروګرام یې داسې دی چې په کور دننه به وي او تل به دوام ولري.

د انځور حقوق idlg.gov.af
Image caption د روزنې دغه لړۍ به ان تر لوړپوړو چارواکو پورې هم ورسيږي

خو دې سره چارواکي مني، چې د اړتیا له مخې همدا اوس د افغانستان په یو شمېر سیمو کې داسې ولسوالان هم په دنده بوخت دي، چې د زده کړو کچه یې له ټاکلي معیاره ټیټه ده او دا چې دغو کسانو ته به د یاد نړیوال پوهنتون د کچې زده کړې څنګه ورسيږي او څومره به ورته ګټورې وي، راتلونکی وخت به یې جوته کړي.

ورته مطالب