اروزګان کې افغان پولیس خپل شپږ ملګري وژلي

د انځور حقوق
Image caption برید کوونکی پولیس له وسلو او مهماتو سره تښتېدلی.

د افغانستان اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یوه افغان پولیس خپل شپږ ملګري تر بې هوښه کولو وروسته په ډزو وژلي او یو یې سخت ټپي کړی.

دا برید څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې په کابل کې د افغان ملي پوځ په یونیفورم کې یوه کس د کابل پوځي اکاډيمۍ کې د امریکا یو لوړپوړی پوځي قومندان په ډزو وواژه، د یوه جرمني جنرال، دوه برتانویانو په ګډون یې پنځلس نور کسان ټپیان کړل.

د روزګان مرکز ترینکوټ جنايي مدیر ګلاب خان بي بي سي ته وویل، د وسله والو نفوذي کس تېره شپه د ترینکوټ مهر اباد سیمې یوه پوسته کې خپلو اوو پولیس ملګرو ته بې هوښه کوونکي توکي ورکړي او بیا یې شپږ ملګري په ډزو وژلي او یو یې سخت ټپي کړی دی.

برید کوونکي له ځانه سره د پوستې ټولې وسلې او مهمات هم وړي دي.

د ترینکوټ روغتون ډاکټرانو ویلي، دوی ته شپږ مړي او یو سخت ټپي ور وړل شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې په مرکز ترینکوټ کې دا ډول پېښه کېږي، خو وړاندې روزګان د دا ډول نورو پېښو شاهد هم و.

په تېر جولای کې هم روزګان کې یوه پولیس خپل څلور ملګري په ډزو وژلي وو.

او د تېر حمل/وري پر ۱۵، په خوست ولايت کې افغان پوليس يوه بهرنۍ خبرياله په ډزو ووژله او بله يې ټپي کړه.

د انځور حقوق EPA
Image caption د کابل پوځي اکاډیمۍ برید کې د امریکايي پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وژل شوی.

د روزګان سیمه ییز چارواکي وايي، په دا ډول بریدونو کې وسله وال ښکېل وي، چې د خپل نفوذي کس په مټ دا کار ترسره کوي.

پکتیا

بل خوا، د پکتیا زرمت ولسوالۍ د ګردیز-زرمت پر لویه لاره د ملي پولیسو پر یوې پوستې نن ګهیځ څلور نیمې بجې طالبانو برید کړی.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخېل بي بي سي ته وویل، ۶۰ په وسله سمبالو طالبانو څلورنیمې بجې پر پوستې برید کړ، چې تر دوه ساعته نښتې وروسته برید کې ۹ طالبان وژل شوي او لس ټپیان دي.

نوموړی وايي، په برید کې درې پولیس سربېرن ټپیان شوي.

اوریاخېل وايي، طالبانو ددغې پوستې د سقوط نیت درلود، خو برید یې په شا وتمبول شو.

طالبانو د دغه برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب