عراق کې اسلامي دولت د قرقوش ښار نیولی

Image caption اسلامي دولت د اسلامي خلافت د را منځ ته کولو په موخه په عراق او سوریه کې پراخې سیمې نیولې دي.

راپورونه وايي چې د اسلامي دولت جنګیالیو عراق کې د لږکیو د ټولو نه ستر ښار قرقوش نیولی او زرګونه عیسویان یې له دغه ښاره تېښتې ته اړ کړي دي.

د قرقوش ښار د عراق په نینوی ولایت کې موقعیت لري چې د اسلامي دولت ډلې تېره شپه د کردي ځواکونو له وتلو وروسته نیولی دی.

اسلامي دولت د اسلامي خلافت د را منځ ته کولو په موخه په عراق او سوریه کې پراخې سیمې نیولې دي.

کردي ځواکونه چې د (پېشمرګه) په نامه یادېږي د اسلامي حکومت له سني جنګیالیو سره په جګړه کې دي.

بل خوا ملګرو ملتونو ویلي چې د سنجار په ښار کې د جګړې له کبله له زرګونه بند پاتې خلکو څخه یې یو شمېر ژغورلي دي.

عیسوي ناورین

فرانسوي سازمان (فرټرنایټ اېن ایرک) پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د نینوی ښار ډیری اوسیدونکي د اسلامي دولت له خوا د قرقوش ښار له نیولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د عراق په شمالي ښار کرکوک کې د عیسوي ټولنې اسقف جوسیف ټامس ویلي: "دا یو ناورین دی، یو ویرجن حالت، دغه اوس چې موږ سره خبرې کوو، لس ګونه زره وېرېدلي خلک د بې ځایه کېدلو په حالت کې دي".

قرقوش کې عیني شاهدانو ویلي چې د اسلامي دولت جنګیالیو د عیسویانو صلیبونه را ښکته کړې او د دوی مذهبي نسخې یې سوځولې دي.

قرقوش ښار عراق کې د عیسویانو پلازمېنه ګڼل کېږي او د موصل له ښاره ۳۰ کیلومتره واټن لري.

تېره میاشت هم سلګونه عیسوي کورنۍ وروسته له هاغه له موصله ښاره تېښتې ته اړ شوي وو چې اسلامي دولت ورته د اسلام راوړلو یا وژل کېدو غوراوي ورکړي وو.

عراق کې د نړۍ یو د تر ټولو پخوانۍ د عیسویانو ټولنه شتون لري خو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا له یرغل وروسته د عیسویانو حالت دغه هېواد کې مخ پر خرابېدو دی.

بل خوا، د عراق روغتیايي سرچینې وايي، د "اسلامي دولت" ډلې تر کنټرول لاندې پر یوې ودانۍ بمبارۍ لږترلږه ۳۰ کسان وژلي دي.

پېښه په شمالي موصل ښار کې شوې.

د پوځ ویاند د لومړي وزیر په حواله ویلي، په بمبارۍ کې د "اسلامي دولت" د محکمې یوه ودانۍ په نښه شوې ده.

بل خوا په بغداد کې د شیعه ګانو په یوه مارکیټ کې موټر بم چاودنو لږترلږه ۴۷ کسان وژل شوي.

دوو بریدونو د تېرې چارشنبې پر ماښام د صدر ښار په نښه کړی، چې لږترلږه ۳۰ کسان یې وژلي دي، یوه بل موټر بم برید په "اور" ښار کې، چې زیاتره اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، لږترلږه ۹ کسان وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.

په وروستیو اونیو کې د سني اسلامپالو د فعالیتونو او ځینو شمالي لویو ښارونو تر سقوط وروسته پلازمېنه بغداد هم نارامه شوی دی.

رپوټونه وايي، د (پیشمرګه) په نامه کردي ځواکونو د موصل په ځینو ختیځو او شمال ختیځ، سیمو کې بریدونه کړي.

د عراق حکومتي تلوېزیون ویلي، په موصل کې هوايي برید ددې لامل شوی، چې نژدې ۳۰۰ کسان دې د اسلامي دولت له منګولو او زندان نه خوشي شي.

ویل کېږي، بمبارۍ هغه ودانۍ په نښه کړې، چې د اسلامي دولت محاکمې به پکې جوړېدې او بندیان پکې ساتل کېدل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پیشمرګه ځواکونه وايي، د اسلامي دولت پر ځینو ځایونو یې بریدونه کړي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ځینې بندیان په وژل شویو کې ځینې هغه بندیان هم دي، چې د اسلامي دولت ډلې نیولي وو.

برید د بې پیلوټه څارګرې الوتکې په مټ شوی.

"پوځي همکاري"

د عراق کردستان ولایت د پیشمرګه وزارت یوه چارواکي جبار الیاور ویلي، د بغداد له ادارې سره یې د پوځي همکارۍ خبرې کړې دي.

دی وايي، د دغو خبرو هدف د عراق په شمال کې د دوی پرمختګ لامل شوی دی.

یاور وايي، د پیشمرکه وزارت د عراق دفاع وزارت ته یو لیک استولی، او د پوځي همکارۍ په اړه یې ترې د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې.

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي وړاندې ویلي وو، چې د عراق هوايي ځواک دې د اسلامي دولت د جنګیالیو پرضد د کردي ځواکونو ملا وتړي.

کلابندي

وړاندې د کردانو یو لوړپوړي چارواکي ویلي وو، ۵۰۰۰۰ یزیدي مذهبي لږکیو دعراق شمال لوېدیځو غرنیو سیمو ته پناه وړې ده، خو که ژر یې د ژغورنې غم ونه خوړل شي، شاید د مرګ تر تېغه ورسول شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption حکومت وايي، د هوا له لارې یې بې ځایه شویو ته ۷۷ ټنه خوراکي توکي او د څښاک اوبه رسولي.

ملګرو ملتونو د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، داسې باوري رپوټونه یې ترلاسه کړي، چې ۴۰ یزیدي ماشومان له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې "د مخامخ نښتو، کډوالۍ او وچکالۍ له کبله" مړه شوي.

حکومتي چارواکو ویلي، ۷۷ ټنه خوراکي توکي او د څښاک اوبه یې د هوا له لارې د بې ځایه شویو خلکو سیمو ته رسولي دي.

ورته مطالب